تورکیې د دفاعي صنایعو په برخه کې د ځان بسیاینې په خاطر یو بل مهم ګام اوچت کړ.
تورکیې د ټایفون په نامه اوږد واټنه توغندی د دویم ځل لپاره په بریالیتوب وازمایه
تورکیې د دفاعي صنایعو په برخه کې د ځان بسیاینې په خاطر یو بل مهم ګام اوچت کړ.
د تورکیې د راکټسن په نامه د دفاعي صنایع د شرکت لخوا جوړ شوی د ټایفون په نامه اوږد واټنه توغندي دویم ازمایښت په بریالیتوب سره ترسره شو.
د تورکیې د راکټسن شرکت د ټایفون توغندی داځل د ریزې – ارتوین په هوايي ډګر کې وازمایه.
د تورکېې د دفاعي صنایع ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ټایفون توغندي د سیستم د پرمختیايي پروژې په چوکاټ کې دویم ازمایښت په بریالیتوب سره ترسره شو.
د تورکیې دفاعي صنایع ریاست د ریزې – ارتوین په هوايي ډګر کې د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړې برخې نه د تایفون توغندی د سهار په ۶ بجو او ۴۴ دقیقو د سمندر پر لورې وتوغو.
ددې توغندي لومړی ازمایښت د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې شوی وو چې دویم ازمایښت يي د مې په ۲۳ مه نیټه ترسره شو.
تورکیه ددې توغندي د واټن د ډیرولو په خاطر چارو ته دوام ورکوي.