په تورکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو د رای شمیرنې بهیر د بشپړیدو په درشل کې قرار لري.
د ویلو ده په تورکیه کې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په خاطر د رای ورکولو بهیر چې د سهار په ۸ بجو پيل شوی وو د مازیګر په ۵ بجو پایته ورسید.
په تورکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو د رای شمیرنې بهیر د بشپړیدو په درشل کې قرار لري.
د ویلو ده په تورکیه کې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په خاطر د رای ورکولو بهیر چې د سهار په ۸ بجو پيل شوی وو د مازیګر په ۵ بجو پایته ورسید.
په ټول هیواد کې ۶۰ میلیونه ۶۹۷ زره او ۸۴۳ تنه واجد رای ورکوونکو نن د خپل نوي ولسمشر او پارلمان د وکیلانو د ټاکلو په خاطر خپلې رایې وکارولې.
په تورکیه کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د ۸۵ سلنې نه لوړه وه.
د ویلو ده چې د ولسمشریزو ټاکنو ۹۵ عشاریه ۸ سلنه رایې شمیرل شوي دي چې له مخې موجود ولسمشر رجب طیب اردوغان ۲۶ میلیونه ۴ زره ۳۶۸ رایې چې ۴۹ عشاریه ۵ سلنه کیږي رایې ترلاسه کړي ، او کمال قلچدار اوغلو بیا ۲۳ میلیونه ۵۶۰ زره ۷۹۸ چې ۴۴ عشاریه ۸ سلنه کیږي راېې ترلاسه کړي دي. همداشان د ولسمشرۍ لپاره دریم نوماند سینان اوګان بیا ۲ میلیونه ۷۶۸ زره او ۴۴۰ چې ۵ عشاریه ۳ سلنه کیږي رایې ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې د هیواد نه بهر د کارول شوو رایو شمیرنه هم دوام لري .
د بله پلوه د پارلماني ټاکنو رای شمیرنه هم دوام لري.
د پارلماني ټاکنو ۹۴ عشاریه ۵ سلنه رایې شمارل شوي دي . د شمارل شوو رایو له مخې د عدالت او پراختیا ګوند ۳۵ عشاریه ۵ سلنه رایې، د جمهوریت خلق ګوند ۲۵ عشاریه ۱ سلنه رایې، ښه ګوند ۹ عشاریه ۹ سلنه رایې، د ملیت پالو غورځنګ ګوند ۱۰ عشاریه ۲ سلنه رایې او زرغون کین ګوند بیا ۸ عشاریه ۸ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
د موجودو رایو له مخې د عدالت او پراختیا ګوند په پارلمان کې ۲۶۸ څوکۍ، د جمهوریت خلق ګوند ۱۶۷ څوکۍ، ملیت پالو غورځنګ ګوند ۵۱ څوکۍ، ښه ګوند ۴۴ څوکۍ او زرغون کین ګوند ۶۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د بله پلوه د تورکیې د ټولټاکنو د خپلواکۍ شورا رئیس وویل چې تر اوسه پورې ټولې رایې ندي شمیرل شوي او د ټاکنو خپلواکې شورا سیستم ته د ټاکنو د شمیرو داخلو چارې دوام لري. تر اوسه پورې هیڅډول کوم خنډ او ستونزه شتون نلري. هغه وویل چې شمیرل شوې ټولې رایې د ټاکنو خپلواکې شورا په سیستم کې د داخلیدو نه وروسته به ابتدايي پایلې اعلان کړي.