د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم "تابي" معرفي شو.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم "تابی" د استانبول  بیکوز کوندرا په  فابریکه کې معرفي شو.

1981899
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم "تابي" معرفي شو.
tabii

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم "تابي" معرفي شو.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم "تابی" د استانبول  بیکوز کوندرا په  فابریکه کې معرفي شو.

د ویلو ده چې د ټي آر ټي د نړۍوال ډیجیټل پلیټ فارم د معرفي په مراسمو کې  د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین  التون، د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  عمومي رئیس زاهد سوباجي، د انادولو خبري اژانس  عمومي رئیس سردار قره ګوز او د  انادولو خبري اژانس مرستیال یوسف اوزان او همدارنګه د هنر، سینما، سیاست، سپورت، سوداګرۍ، او اعلاناتو نړۍ ډیرو مخورو او نامتو څیرو برخه اخیستې وه.

 

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس زاهد سوباجي د ټي آر ټي د نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم "تابی" د معرفي په مراسمو کې د هغه نوم او لوګو معرفي کړه .  هغه خپله وینا د  فبرورۍ په شپږمه په قهرمانماراش او شاوخوا ولایتونو کې د رامنځته شوې زلزلې قربانیانو ته په دعاء سره پیل کړه. هغه وویل چې ددې غمناکې پیښې ټولو قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا‌ء غوښتنه کوم او د قربانیانو خپلوانو ته یو ځل بیا  تسلیت مراتب وړاندې کوم.

هغه وویل چې دوی د اوږدې مودې راهیسې د ټي آر ټي  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم لپاره په ډیر دقت سره کار کولو. هغه وویل چې  "هغه ډیجیټل پلیټ فارم چې موږ د یوې عادلانه نړۍ شعار سره رامینځته کړی دی په ډیجیټل ډګر کې د نړۍ په کچه پورته شوی  لومړی ګام دی. ددې ګام سره به زموږ هیواد په نړیوال ډګر کې یو نوی برانډ بدل شي.

هغه وویل چې ټي آر ټي  نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم به د مې د میاشتې په ۷ مه نیټه خپل نشرات په رسمي توګه پيل کړي.

هغه وویل چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون  د تورکیې سمعي او بصري حافظه ده.

" د تورکیې ملي راډیو تلویزیون نن ورځ، زموږ غږ د نړۍ ۷ براعظمونو ته په ۴۱ ژبو او لهجو سره  د ۱۸ ټلویزیوني چینلونو، ۱۷ راډیو چینلونو، ۷ نړیوالو ډیجیټل خبري پلیټ فارمونو، مختلفو اپلیکیشونونو سره رسوي. تورکیې ملي راډیو تلویزیون دې کچې تل د اصلاحاتو، ودې او پرمختګ د لید لوري سره رارسیدلی دی. ټي آر ټي د پیړۍ اړتیاوې او د راڅرګندیدونکي امکاناتو په ارزولو سره عمل کول د اساسي اصولو په توګه منلی دی. نن ورځ، نړۍ د یو لوی ډیجیټل بدلون په حال کې ده، د خپرونو او تولید ساحه په چټکۍ سره وده کوي. د دې بدلون مرکز هغه ادارې او هیوادونه چې د خپلو ارزښتونو، اصولو او د وجود د دلایلو په ساتلو سره د دې بدلون سره تطابق کوي. د ډیجیټل نشراتو بازار تر ۲۰۲۲ کاله  پورې ۵۰۰ میلیارد ډالرو ته رسیدلی او وده کوي. په اوسط ډول که چیرې هر  کال ۲۰ سلنه وده وکړي موږ ګورو چې په دې نړیوال بازار کې د بدلون سره مخ کیدل ډیری فرصتونو وړاندې کوي."



اړوند خبرونه