تورکیه کې د یو کال لپاره کورونو ته په وړیا توګه سونګ ګاز ورکول کیږي
د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په تورکیه کې د کورونو لپاره د یو کال لپاره د وړیا سونګ ګازو ورکولو پریکړه په رسمي جریده کې نشراو نافذ شوه.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په تورکیه کې د کورونو لپاره د یو کال لپاره د وړیا سونګ ګازو ورکولو پریکړه په رسمي جریده کې نشراو نافذ شوه.
ولسمشر اردوغان په تور سمندرګي کې موندل شوي ګاز د فیلیوس ګازو پروسس مرکز ته د انتقال د پيلولو په مراسمو کې دا زیری د هیوادوالو سره شریک کړی وی.
د ولسمشر اردوغان د پریکړې له مخې یوه میاشت به د هیوادوالو لپاره د سونګ د ګازو مصرف ټول په وړیا توګه وي . همداشان د یو کال لپاره به د پخلنځي او تودو اوبو د ګازو مصرف په وړیا توګه وي. په رسمي جریده کې د خپرې شوې پریکړې له مخې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل د ۲۴ مې نیټې نه د مې د میاشتې د ۳۱ مې نیټې پورې به د کورونو کاز په وړیا توګه وي. همداشان د ۲۰۲۳ میلادي کال د مې د میاشتې د ۳۱مې نیټې نه د ۲۰۲۴ میلادي کال د مې د میاشتې تر لومړنۍ نیټې به هره میاشت ۲۵ متر مکعب ګاز په وړیا توګه توګه ورکول کیږي او ددې ګازو بدل به د تورکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزارت د بودیجې څخه ورکول کیږي.