د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې نه لیدنه وکړه.
د تورکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په انقره کې لیدنه وکړه
1971365
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې نه لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په پلازمېنه انقره کې د روژه ماتې په میلمستیا کې لیدنه وکړه.
چاووش اوغلو له لاوروف سره چې پرون د یو دوه ورځني رسمي سفر تورکیې ته راغلی دی ، د بهرنیو چارو وزارت په رسمي استوګنځي کې د لیدنه وکړه.
له لاوروف سره په انقره کې د روسیې سفیر الکسي یارووف هم ملګری و.
تمه کیږي چې وزیر چاووش اوغلو به د خپل روس سیال سره د دوه اړخیزو او نړیوالو مسئلو په اړه په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي او نن به له خپل روسي سیال لاوروف سره ګډه خبري غونډه کې هم ګډون وکړي.