په تورکیه کې د مارچ د لسمې او ۱۶ مو نیټو ترمنځه ۲۲۲۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.
په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه دوام لري
په تورکیه کې د مارچ د لسمې او ۱۶ مو نیټو ترمنځه ۲۲۲۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.
د تورکیې د کډوالۍ د چارو ریاست ویلي دي چې ، د مارچ د ۱۰ او ۱۶ مو نيټو ترمنځه، ۲۲۲۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي چې ۱۷۷۳ تنه يي ډیپورت شوي او پاتې د ډیپورتولو په حال کې دي.
د کډوالۍ د چارو ریاست ویلي دي چې ، د ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې، ۲۲۲۶۹ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي .
د ۱۶۳۵۹ تنو ناقانونه بهرنیانو د ډیپورت چارې دوام لري.
همداشان په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل