په تورکیه کې د فبروري د شپږمې په زلزلو کې د مړو شمیره ۴۹ زره ۵۸۹ تنو ته لوړه شوه.
د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د فبروري په شپږمه په تورکیه کې د رامنځته شوو غبرګو زلزلو له امله د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

هغه وویل چې د فبروري د شپږمې په زلزلو کې چې په ۱۱ ولایتونو کې رامنځته شوې وه او مرکز يي د قهرمان ماراش ولایت وو ، د ۶۸۰۷ تنو بهرنیو وګړو په ګډون ۴۹۵۸۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزله ځپلو په ټپونو د مرحم پټیو د لګولو او د هغوې سره مرستې دوام لري.
همداشان هغه وویل چې په تورکیه کې د ( یو زړه ) د مرستو راټولو د کمپاین په ترڅ کې د شوو ژمنو په ترڅ کې ۸۲ میلیارده ۴۵۴ میلیونه ۶۱۱ تورکي لیرې مرستې د هیواد د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست ته سپارل شوي دي.
هغه وویل چې تر اوسه پورې د کډوالو لپاره ۳۵۴ کمپونه جوړ شوي دي. د خیمو د فردي غوښتنو په ګډون جمعآ ۴۸۰ زره خیمې نصب او درول شوي دي.
پدې خیمو کې زموږ یو میلیون ۹۲۱ زره هیوادوالو ته سرپناه جوړه شوې ده .
ددې سربیره په زلزله ځپلو ولایتونو کې ۲۴۵ د کانټینرونو کمپونه جوړ شوي دي او پدې کمپونو کې ۱۰۸ زره ۱۵۵ کانټینرونو د نصبولو چارې د پلان لاندې قرار لري چې د ۲۵۰۰۰ کانټینرونو د نصبولو چارې بشپړې شوي دي.
په نصب شوو کانټینرونو کې ۹۶۴۴۴ تنه هیوادوال ځای په ځای شوی دي.