د تورکیې د مالاتیا په ولایت کې یو ځل بیا زلزله رامنځته شوه.

مالاتیا ولایت یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزو

1952155
د تورکیې د مالاتیا په ولایت کې یو ځل بیا زلزله رامنځته شوه.

د تورکیې د مالاتیا په ولایت کې یو ځل بیا زلزله رامنځته شوه.

د تورکیې د ناورین او بیړنيو حالاتو ادارې رئیس یوسف سیزر وویل چې نن دوشنبه د فبروري ۲۷ مه نيټه د غرمې په ۱۲ بجو او ۴ دقیقو مالاتیا ولایت د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۶ په شدت سره زورورې زلزلې ولړزو چې له امله يي یو تن  مړ او ۶۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې دا زلزله په شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شوې ده .

زلزله د مځکې لاندې په ۷ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې د فبروري په شپږمه نیټه په تورکیه کې د دوو سترو زلزلو په نتیجه کې مالاتیا په ولایت کې ډیر زیات ویجاړی رامنځته شوی وو.

 



اړوند خبرونه