ولسمشر اردوغان د پاکستان د لومړي وزیر سره ولیدل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د فبرورۍ په شپږمه د زلزلې له امله چې د هېواد ۱۱ ولایتونو ته یې زیانونه اړولي، د همغږۍ او پيوستون پیغام ورکړ. دا لیدنه د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
د بله پلوه د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز هم ولسمشر اردوغان ته ټیلیفون وکړ او په زلزله کې د وژل شوو کسانو له امله يي د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته يي د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
په لیدونو او ټیلیفوني خبرو کې مشرانو د تورکیې نه خپل ملاتړ څرګند کړ.