چاووش اوغلو د مالیزیا د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د مالیزیا له لومړي وزیر انور ابراهیم، د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر زامبري عبدالقادر او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي تګلارې له لوړپوړي استازي جوزپ بوریل سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
1946668

د وزارت لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چاووش اوغلو په تورکیه کې د زلزلې له امله د بهرنیو دولتونو سره تلیفوني اړیکو ته دوام ورکوي.
چاووش اوغلو د انور ابراهیم، زیمبري عبدالقادر او جوزپ بوریل سره په تلیفون خبرې وکړې.
بوریل سره په ټیلیفوني خبرو کې په تورکیه کې د زلزلې ځپلو سیمو پر وضعیت او مرستو خبرې وشوې.
د ویلو ده چې د فبرورۍ په ۶ مه نيټه د تورکیې لس ولایتونه د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۶ په شدت سره زلزلې ولړزول. ددې زلزلې مرکز د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک او ایلبستان ولسوالۍ وې.