د تورکیې د کوجاایلي په ولایت کې نیول شوي ۱۰۰ تنه ناقانونه کډوال ډیپورت شول.
تورکیې ۱۰۰ تنه ناقانونه کډوال ډیپورت کړل
1928381
د تورکیې د کوجاایلي په ولایت کې نیول شوي ۱۰۰ تنه ناقانونه کډوال ډیپورت شول.
کوجاایلي د والي د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې پدې ولایت کې د نیول شوو ۱۰۰ تنو ناقانونه کډوالو د ډیپورتولو نه خبر ورکړ شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې په هیواد کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د کوجاایلي ولایت او شاوخوا سیمو کې نیول شوو ناقانونه کډوالو نه ۱۰۰ تنه خپلو هیوادونو ته ډیپورت شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د ټول هیواد په څیر پدې ولایت کې هم د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه دوام لري.
پدې ولایت او شاوخوا سیمو کې نیول شوي ناقانونه کډوال د کډوالۍ د چارو ریاست اړوند د بیرته ستنولو مرکزونو ته سپارل کیږي او له هغه ځایه بیا خپلو خپلو هیوادونو ته ډیپورت کیږي.