د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د سوریې د رژیم د مخالفینو سره لیدنه وکړه
چاووش اوغلو : تورکیه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیره پریکړه لیک له مخې د سوریې د مخالفینو او خلکو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په پلازمینه انقره کې د سوریې د اپوزیسیون او انقلابي ځواکونو ملي ایتلاف مشر سلیم المصلت، د سوریې د خبرو اترو کمیسیون رئیس بیدیر کاموس او د سوریې د موقت حکومت مشر عبدالرحمان مصطفی سره وکتل.
چاوش اوغلو د خپل ټوېټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د سوریې د اپوزیسیون له مشرانو سره د لیدنې په اړه د سوریې په وضعیت او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. مونږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک له مخې د سوریې له مخالفینو او خلکو نه خپل ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ.
۲۲۵۴ شمیره پریکړه لیک، چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په د رایو په اکثریت سره تصویب شو، په سوریه کې د بیړني اوربند او په موازي توګه، د سیاسي خبرو اترو پیل کولو لپاره د دوو کلونو په اوږدو کې د "یووالي حکومت" د جوړولو غوښتنه کوي، چې وروسته ټاکنې ترسره کیږي.