د تورکیې لخوا د ګازو د نوو زیرمو موندولو خبر په نړۍوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس کړی

د تورکیې لخوا  په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو نوو زیرمو موندولو په بهرنیو رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.

1924324
د تورکیې لخوا د ګازو د نوو زیرمو موندولو خبر په نړۍوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس کړی

د تورکیې لخوا  په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو نوو زیرمو موندولو په بهرنیو رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.

د امریکا د بلومبرګ خبري آژانس د «تورکیې د تورې بحیرې د طبیعي ګازو په زیرمو کې زیاتوالي اعلان کړ» سرلیک سره خبر خپور کړی دی .

بلومبرګ لیکلي چې تورکیې په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو د زیرمو اندازې یو پر دریمه برخه زیاتې کړې دي، چې دا دواړه د موجود کشف  او جلا کشف له امله ترلاسه شوي دي.

برتانوي خبري اژانس رویټرز د طبیعي ګاز کشف شوي مقدار ته پام اړولی. په خبر کې ویل شوي، چې تورکیې د ساکریا د ګازو د پلټون په ساحه کې  ۱۳ څاګانې کیندلې او دا ساحه به په ۲۰۲۳ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او له ملي شبکې سره وصل شي.

 

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا ( په تورکیه کې د طبیعي ګازو نوې زیرمې )  د سرلیک سره خبر خپور کړی دی.

شینهوا  د اردوغان له قوله لیکلي دي چې  "مونږ هوډ لرو چې تورکیه د کسپین، مدیترانې او منځني ختیځ د انرژۍ مرکز وګرځوو".

د طبیعي ګاز ښه خبر په یوناني رسنیو  کې هم پراخه پوښښ موندلی دی.

د کاتیمیرینی ورځپاڼی د ولسمشر اردوغان د وینا سرلیک ورکړی چې «مونږ د ۵۸ میلیارد متر مکعب طبیعی ګاز نوې زیرمه موندلې ده».

راپورنه وايي، د تورکیې ولسمشر په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو د پام وړ زېرمې د کشف په اړه خبرې وکړې.

"ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې موخه دا ده چې د خپلو ګازو اړتیاوې پخپله پوره کړي".

یوناني ورځپاڼې همداراز ټینګار کړی چې په تور سمندرګي کې د ټولې زیرمې (۷۱۰ میلیارد متر مکعب) ارزښت ۱ تریلیون ډالره دی.



اړوند خبرونه