تورکیې ۶۶ تنه ناقانونه کډوال چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ ول وژغورل
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو د چاناق قلعه ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې ۶۶ تنه ناقانونه کډوال چې د مرګ په پنجه کې قرار درلود وژغورل.
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو د چاناق قلعه ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې ۶۶ تنه ناقانونه کډوال چې د مرګ په پنجه کې قرار درلود وژغورل.
د یونان د ساحلي ګارد ځواکونو لخوا یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو کوچنۍ کښتۍ په زور سره د تورکیې لورې ته د راشړولو په خاطر کډوال د سمندر په منځ کې د مرګ پنجې ته ګوزار کړي وو. د تورکیې د سواحلو امنیت ګارد ځواکونو د پیښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د کډوالو مرستې ته ودنګل.
د سواحلو د امنیت د ګارد ځواکونو اړوند د ژوغورنې ډلو ټول ۶۶ تنه ناقانونه کډوال روغ رمټ وژغورل او په خپلو کښتیو کې وچې ته راویستل.
ناقانونه کډوال د کوچوک قویو ښارګوټي د سواحلو د امنیت کارډ ځواکونو مرکز ته راوړل شول او دلته د رسمي پروسیجرونو وروسته په ایوه جک کې د بهرنیانو د ډیپورت مرکز ته انتقال شول.
د یوناني ځواکونو دا ظلمونه د تورکي کب نیوونکو لخوا لیدل شوي.