زاهد سوباجي : په نړۍوال ارتباطي سیستم کې نن ورځ حق او باطل، حقیقت او اشتباه یو بل سره تړل شوي دي

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي وویل چې حقیقت او درواغ، حقیقت او اشتباه په نړیوال ارتباطي سیسټم کې سره تړلي دي.

1916957
زاهد سوباجي : په نړۍوال ارتباطي سیستم کې نن ورځ حق او باطل، حقیقت او اشتباه یو بل سره تړل شوي دي

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي وویل چې حقیقت او درواغ، حقیقت او اشتباه په نړیوال ارتباطي سیسټم کې سره تړلي دي.

سوباجي د ټي آر ټي ورلډ نړیوال فورم ۲۰۲۲  په پرانیست وینا کې ، چې سږکال د شپږم ځل لپاره جوړ شو،  د لا روښانه راتلونکي لپاره د اوسني وضعیت په روښانه کولو او د ناڅرګندۍ په فرصتونو د  بدلولو د  ارزولو په اهمیت ټینګار وکړ.

سوباچي یادونه وکړه تورکیه چې په نړۍ کې د نظریاتو، لیدونو او مختلفو غږونو کوربه توب کوي، د ډیرو نړیوالو بحرانونو په هوارولو کې کلیدي رول لوبوي، خواوې سره یوځای کوي او د خبرو اترو لپاره یو خوندي ماحول جوړوي.

سوباچي وویل، تورکیې چې د غلې دانې د بحران د حل ، د بندیانو په تبادله کې ضمانت کوونکی ، د کرونا ویروس پراخه وبا ناروغۍ پر مهال د ۱۵۰ څخه زیاتو هېوادونو سره کوونکی په نړۍ کې د  ۸ میلیارده وګړو د حق او حقوقو لپاره مبارزه کوونکی یو هیواد دی.  تورکیې لا  یوه عادله نړۍ ممکن ده  خبره په حقیقت عمل کې ټولو ته ښودلی دی.

سوباجي ددې خبرې په ټینګار سره  وویل چې رسنۍ د نړیوالو ستونزو په حل کې لوی رول لري.

"نن ورځ موږ ګورو چې حق او باطل، حقیقت او اشتباه  په نړیوال ارتباطي سیسټم کې یو له بل سره تړلي دي.ځیني په قصدي ډول او ځیني هم په اشتباه کې  سره حق او باطل ګډیږي. د دې ګډوډۍ سره د مقابلې لپاره یوازې یوه لاره شتون لري. د فلټرونو سره نه بلکې د قوي لیدلوري سره  ددوې پر خلاف مبارزه کول دي.  د قوي او ضعیف تر مینځ  د هر ډول توپیر پرته د حقانیت او عدالت پر بڼسټ  او اصولو ولاړو  ژورنالیزم  د اصولو سره سم نشرات کول دي.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس  وویل چې دوی هڅه کوي د رسنیو په ډګر کې د یوې عادلانه نړۍ لپاره مبارزه . پدې برخه کې د خپل وس او توان په چوکاټ کې کار کوي.



اړوند خبرونه