ولسمشر اردوغان : مونږ نور د هغه کسانو ریا کاري او منافقت زغملی نشو چې د ترهګرو نه ملاتړ کوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "مونږ نور د هغو کسانو ریاکاري او منافقت زغملی نشو چې د بیلتون غوښتونکو ترهګرو سازمانونو ملاتړ کوي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "مونږ نور د هغو کسانو ریاکاري او منافقت زغملی نشو چې د بیلتون غوښتونکو ترهګرو سازمانونو ملاتړ کوي."
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره شپه د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.
اردوغان وویل د وطن د خاورې او خپلو خلکو د امنیت په اړه په مسئلو کې لکه څرنګه چې د لازمو ګامونو د اوچتولو په برخه کې له چا څخه اجازه نه اخلو همداشان هیچا ته حساب هم نه ورکوو. څه چې لازم وي هغه ترسره کوو. هغه وویل چې
"مونږ مجور نه یو چې د هغو کسانو ریاکاري او منافقت وزغمو چې د نوم بدلولو لوبې سره د راجستر شوو ترهګر سازمانونو ملاتړ کوي."
ولسمشر اردوغان د دې په ټینګار سره وویل چې اوس هیڅوک په سیاسي، دیپلوماتیکو، اقتصادي او پوځي ډګرونو کې تورکیه د خپلو منافعو پر خلاف دریځونو او کړنو ته د تشو ګواښونو سره عمل ته مجبورولی نشي.
هغه وویل، «هیڅوک باید د تورکیې له پوځي عملیاتو څخه چې هدف یې د امنیت او سولې د حلقې پراخول دي، ناراحته نشي. "
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل