ولسمشر اردوغان اوزبیکستان ته لاړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکي دولتونو د سازمان په نهمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته لاړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکي دولتونو د سازمان په نهمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته لاړ.
ولسمشر اردوغان اوزبیکستان ته د سفر نه مخکې د انقرې د ایسن بوغا په نړۍوال هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د دفاع د وزارت لخوا د اوکراین د خرسون د ښار نه په بشپړه توګه د وتو د پریکړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، د روسیې دا پریکړه یوه ډیره پر ځای پریکړه ده. دا یو مثبت ګام دی.
اردوغان د روسيې او اوکراين جګړې ته په اشارې سره چې د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهيسې روانه ده وويل چې د تورکيې د منځګړيتوب هڅې بې له ځنډه دوام لري. ولسمشر اردوغان وویل چې دا به د وخت نه مخکې وي چې مونږ ووایو چې د روسیې او اوکراین ترمنځه جګړه پدې نیټه پایته ورسیږي خو په هرصورت، د خرسون په اړه د روسیې د وتو پریکړه یوه مثبته پریکړه ده.
یوه مهمه پریکړه ده. پدې نه پوهيږو چې د جي شل په غونډه کې به روسیه ګډون وکړي او که نه، که چیرې ګډون وکړي ، هلته به ورسره لیدنه وکړو. که نه وي مونږ به له روسيې سره ټيلېفوني ډيپلوماسۍ ته دوام ورکړو، هيله لرو چې په منځګړيتوب بريالي شو. مونږ غواړو چې د یو داسې نړۍ نه چې جګړه پکې حاکمه وي پر ځای یو داسې نړۍ ته تیر شو چې سوله او ثبات پکې حاکم وي.
ولسمشر اردوغان د ارمنستان سره اړیکو ته په اشارې سره وویل چې د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې یې د دغه هیواد له چارواکو سره په وروستۍ کتنه کې وویل: که چیرې له اذربایجان سره مو اړیکې مثبت لوري ته حرکت وکړي او مثبتې يي وساتۍ تورکیه به هم له ارمنستان سره اړیکې نورمالې کړي او . تورکیه سره اړیکې به هم په مثبت لوري روانې شي. موږ له تاسو څخه دا تمه لرو.