ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د رئیس او چک جمهوریت د لومړي وزیر سره غونډه وکړه
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې او چک جمهوریت د لومړي وزیر سره درې اړخیزه غونډه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې او چک جمهوریت د لومړي وزیر سره درې اړخیزه غونډه وکړه.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورزولا وان دیر لاین ددې غونډې په اړه وویل چې ، دوی له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دوه اړخیزو اړیکو، اوکراین، انرژۍ او کډوالۍ په اړه خبرې وکړې.
وان دیر لاین او د اروپايي ټولنې دورې مشر د چک جمهوریت لومړي وزیر پیتر فیلا، په پراګ کې د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې په څنډه کې له ولسمشر اردوغان سره درې اړخیزه غونډه وکړه.
له غونډې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د وینا په ترڅ کې، وان دیر لاین وویل چې دوی له اردوغان سره "ښه ناسته" درلوده.
"مونږ د اروپايي ټولنې او تورکیې د اړیکو، پر اوکراین د روسیې د یرغل، انرژۍ او کډوالۍ په اړه ګټورې خبرې او تبادل د نظر وکړ.
د بله پلوه د چک جمهوریت لومړي وزیر په ټولنیزو رسنیو کې په خپل بیان کې وویل:
"د پراګ په سرمشریزه کې، له اروزولا وان دیر لاین او ولسمشر رجب طیب اردوغان سره، مونږ د اروپایي ټولنې او تورکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د انرژۍ، ګازو رسولو، کډوالۍ او همدارنګه د اوکراین د جګړې د حل په پروسه کې د تورکیې د رول په اړه خبرې وکړې.