د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کوچیانو یا قبیله وي نړۍوالې لوبې پرانیستې.
اردوغان : "مونږ نشو کولی د کوچیانو کلتور چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې د بشریت په تاریخ کې مهم رول لوبولی دی د لمنځه تلو ته اجازه ورکړو.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کوچیانو یا قبیله وي نړۍوالې لوبې پرانیستې.
ولسمشر اردوغان ددې لوبو په پرانیست وینا کې وویل چې "مونږ نشو کولی د کوچیانو کلتور چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې د بشریت په تاریخ کې مهم رول لوبولی دی د لمنځه تلو ته اجازه ورکړو."
ولسمشر اردوغان په ایزنیک ښار کې د کوچیانو د نړۍوالې لوبې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د کوچیانو لومړۍ لوبې په ۲۰۱۴، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو کې د قرغیزستان په کوربه توب ترسره شوې وې. څلورمې لوبې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله وځنډول شوې، همداشان داځل د تورکیې ایزنیک ښار چې هر ګوټ يي د تاریخ ، کولتور او طبعیت بوې ورکوي ددې لوبو کوربه توب کوي.
اردوغان وویل چې د کوچیانو کلتور د بشریت د تاریخ په څیر زوړ دی.
" بشري ټولنو د زرګونو کلونو په اوږدو کې د مختلفو دلیلونو له امله خپل ځایونه پریښي او په نورو جغرافیه کې د نوي ژوند ځایونه لټولي او میشت شوي دي. په همدې توګه، داسې ټولنې شته چې په یوه ټاکلې جغرافیه کې په دوامداره توګه یا د موسمونو سره سم د خپل ځای په بدلولو سره خپل ژوند ته دوام ورکړی دی. انساني ټولنې چې ددې اوږدو سفرونو پر مهال د یو بل سره مخامخ شوي دي د یو بل نه اغیزمن شوي دي. که څه هم رسنیو او ارتباطي وسایلو نړۍ په یوه کوچني کلي بدله کړې ده، کډوالي اوس هم د کلتور او انساني اړیکو تر ټولو اغېزمن لېږدونکی دی."
اردوغان وویل " مونږ نشو کولی د کوچیانو کلتور چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې د بشریت په تاریخ کې مهم رول لوبولی دی د لمنځه تلو ته اجازه ورکړو."
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې مونږ " مونږ د کوچیانو د کولتور د ژوندي ساتلو لپاره خوا ددې لوبو سره چې نن يي پرانیزو او خوا د نورو فعالیتونو سره لویه ګټه ګورو. زه ګورم چې دا سازمان چې په ټوله نړۍ کې د کوچیانو لوبې خپروي راتلونکو نسلونو ته د انسانیت لرغونی میراث رسولو په برخه کې په خپل ماموریت کې ډیر بریالی دی. "