تورکیې بهرنیو چارو وزیر یونان ته سخت خبرداری ورکړ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو یونان ته سخت خبرداری ورکړ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو یونان ته سخت خبرداری ورکړ. هغه یونان ته په خطاب کې وویل ،
"که تاسو د نورو په استازیتوب ماجرا لټوۍ ، نو بدل به يي هم تاسو پرې کوۍ. دا یونان ته زمونږ خبرداری دی."
مولود چاووش اوغلو دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د یوه سمپوزیم د پرانیستلو پر مهال وکړې. هغه وویل ،
"هرڅوک، باید په سمه په لار لاړ شي. مونږ دا په ځانګړې توګه یونان ته وایو، د نورو په استازیتوب ماجرا مه لټوۍ. دسیسو ته دوام مه ورکوئ، ځکه چې د تورکیې دوستي لرغونې ده او دښمني یې وخیمه او جدي ده. دا خبره باید په پام کې ونیسئ."
"په داسې حال کې چې موږ وایو چې موږ د ایژې په دواړو غاړو کې د ګاونډیو په توګه باید د یو بل حقونو ته درناوی وکړو خو یونان تحریک امیزه او پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکوي. که تاسو د نورو په استازیتوب ماجرا جويي وکړۍ، پایلې به يي تاسې پرې کړې. دا تاسې ته زمونږ خبرداری دی."
د ویلو ده چې د اګست میاشتې په وروستیو کې یونان به ختیځې مدیترانه کې د تورکیې اف ۱۶ جنګي الوتکې د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو لخوا د رادار په قلفولو سره پداسې حال کې وځورولې چې د ناټو په ماموریت بوختې وې
په نهایت کې ، د اونۍ په پای کې ، د یونان ساحل ساتونکو کښتیو د ایژې په سمندر کې په نړیوالو اوبو کې په سوداګریزه کښتۍ کې د ځورونې ډزې پیل کړې.
دې مسلې د تورکیې او یونان ترمنځه ترینګلې اړیکې لا پسې خرابې او ترینګلې کړې.