تورکیې په امریکا کې د ۴ تنو مسلمانانو د مشکوکو وژنو په اړه ژوره اندیښنه وښودله
په امریکا کې څلور تنه مسلمانان په مشکوک ډول وژل شوي دي
تورکیې د امریکا په البوکرکي ښار کې د ۴ مسلمانانو د مشکوکې وژنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له امریکايي چارواکو هیله لري چې ژر تر ژره دغه پېښه روښانه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیکلي بیان کې راغلي دي،
"موږ د امریکا په البوکرکي ښار کې د نوامبر له میاشتې راهیسې د څلورو مسلمانو مشکوکو وژنو په اړه ژوره اندیښمن یو، چې درې یې په تیره یوه اونۍ کې وژل شوي دي. موږ غواړو چې ددې وژنوعاملین ژر تر ژره وموندل شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي. د امریکا متحده ایالتونو اړوند چارواکي باید ددې پیښې اړوند هر ډول تحقیقات په دقت سره ترسره کړي ترڅو د پیښې ټول اړخونه ژر تر ژره روښانه شي."
په خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو ته د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او د هغوی کورنیو او خپلوانو ته د تسلیت مراتب وړاندې شوي دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل