د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته سفر کوي.
ولسمشر اردوغان به د تیرو شلو ورځو په دننه کې د دویم ځل لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین سره مخامخ لیدنه وکړي
1864139
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته سفر کوي.
ولسمشر اردوغان به د روسیې په سوچي ښار کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
په تور سمندرګي کې د غلې دانې دهلیز جوړیدل، د روسیې او اوکراین جګړه، له ترهګرۍ سره مبارزه او تورکیې لخوا د سوریې په شمال کې د نوي پلان شوو عملیاتو او د تورکیې او روسیې اړیکې د دې مهمې لیدنې مهم موضوعات دي.
دا به په تیرو ۲۰ ورځو کې د تورکیې او روسیې د دواړو مشرانو دوهمه مخامخ لیدنه وي.
ولسمشر اردوغان او د روسیې ولسمشر پوتین وروستی ځل د جولای په ۲۰ د ایران په پلازمینه تهران کې سره سره لیدلي وو.