د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس د جولای د ۱۵ د کودتا د شهیدانو نه په درناوي یادونه وکړه
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدين التون د ٢٠١٦ کال د جولاى په ١٥ نيټه د فتح الله تروريستي سازمان (FETO) د کودتا په هڅه کې د شهيد شويو کسانو يادونه وکړه.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدين التون د ٢٠١٦ کال د جولاى په ١٥ نيټه د فتح الله تروريستي سازمان (FETO) د کودتا په هڅه کې د شهيد شويو کسانو يادونه وکړه.
فخرالدین التون د خپل ټولنیز میډیا د پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "د داسې ملت تصور وکړئ چې د وطن په مینه يي د لکې د نه پورې کیدو په خاطر د کودتاه کوونکو پر وړاندې خپلې سینې سپر کړي، د داسې یو ملت په اړه تصور وکړئ چې د وطن او بیرغ په خاطر ید شهادت د شربت څښلو لپاره په منډو روان وو. ، زه د جولای د ۱۵مې د شهیدانو نه په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوم. اروا دې ښاده او یاد دې تلپاتی وي.
التون د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست لخوا چمتو شوی یوه ویډیو هم خپره کړه ده.
په ویډیو کې راغلي: "موږ په ډیرې درناوۍ ، رحمت او منت سره د خپلو شهیدانو نه یادونه کوو. موږ د دوی د خپو په پل د تلو لپاره په نه ستړي کیدونکي توګه کار کوو. د تورکیې سره د مینې لپاره .