د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدنه وکړه
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په انقره کې بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تروس سره ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په انقره کې بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تروس سره ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې تریوس په اوکراین کې د غلې د دهلیز په اړه، ټینګار وکړ چې دا بحران باید د راتلونکې میاشتې تر وروستیو پورې حل شي.
وزیر چاووش اوغلو بیا وویل، "که په استانبول کې موافقه وشي، د کنټرول مرکز به جوړ شي."
دواړو وزیرانو د بهرني سیاست د مهمې مسئلو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په اړه څرګندونې وکړې.
همداشان له اوکراین څخه د غلې دانې د دهلیز د پرانیستلو او د سویډن او فنلنډ د ناټو د غړیتوب په اړه مهمې څرګندونې وکړې.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې خبري غونډې ته وویل چې "موږ د غنمو د بحران په اړه روښانه دریځ لرو. موږ پوهیږو که چیرې دا ستونزه د راتلونکې میاشتې پورې حل نشي، دا به ویجاړونکي پایلې ولري."
تروس دې ته په اشارې سره وویل چې تورکیې د غلې دانې د بحران د حل لپاره د پام وړ هڅې کړې دي، "که دلته ستونزه حل نه شي او له دغو بندرونو څخه غلې دانې صادر نشي ، دا به د جدي لوږې لامل شي."
چاووش اوغلو په خپله وینا کې وویل، "که په استانبول کې موافقه وشي، د کنټرول مرکز به جوړ شي."
همداشان چاووش اوغلو وویل چې د انقرې د تړون ستونزې هم باید حل شي.
وزیر چاووش اوغلو زیاته کړه چې "موږ غواړو خپل اهدافو ته وسعت ورکړو. موږ هڅه کوو چې د ازادې سوداګرۍ تړون پراخ کړو. موږ هم غواړو چې زموږ د سوداګرۍ نړۍ پانګونه زیاته کړو. نن موږ د دغو ستونزو د هواري په اړه د د میرمن تروس سره ارزونه وکړه. د انقرې د موافقې له مخې، زموږ د خلکو د غوښتنلیکونو بهیر ځنډول شوی، دا تخنیکي ستونزې باید حل شي."
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې او اوکراین روانې جګړې ته په اشارې سره وویل چې ، "موږ باید تر هغه وخته ونه دریږو چې اوکراین خپل حاکمیت بیرته ترلاسه کړي. زموږ ملاتړ باید دوام ومومي. زه هم غواړم چې په دې برخه کې د تورکیې د ملاتړ څخه مننه وکړم. زموږ اړیکې به ګړندۍ پراختیا ومومي."
تورکیې ته دا سفر زما لپاره ډیر مهم دی. زموږ موخه د دوه اړخیزو اړیکو ژورول دي. موږ غواړو د صنعت په برخه کې همکاري وکړو. موږ فکر کوو چې موږ باید د انرژۍ په برخه کې کار وکړو. ځکه چې هرڅوک اوس مهال د انرژۍ په اړه تر ګواښ لاندې دي.
موږ د امنیت په برخه کې هم خپلې اړیکې پیاوړې کوو. څرنګه چې ترکیه او انګلستان د ناټو سازمان مخکښ هیوادونه دي، موږ فکر کوو چې د دوی اړیکې باید ښې شي.
موږ د اوکراین په اړه د تورکیې هڅې ستایو. زه هم غواړم له ښاغلي چاووش اوغلو څخه د هغه د هڅو لپاره مننه وکړم.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د غلې د غلا کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې "د غلو د غلا تورونه موږ ته هم راغلي دي. موږ هره ادعا په جدي توګه څیړو او څیړنه کوو. کښتۍ د د ۵ یا ۶ ډالرو پروګرام سره تعقیب کیدی شي. موږ د دې تورونو په پایله کې تحقیقات پیل کړي دي. پدې څیړونو کې معلومه شوې ده چې دا مالونه د روسیې اړوند دي.
موږ د غلو د ناقانونه ویش مخالف یو او موږ اجازه نه ورکوو چې غلې دانې له دې لارې زموږ هیواد ته راشي."