ولسمشر اردوغان د انګلستان له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1846352
ولسمشر اردوغان د انګلستان له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان له لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو  ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر جانسون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې، د تورکیې او انګلستان د اړیکو، په ځانګړې توګه د دفاعي صنایع په برخه کې پر  همکارۍ او د روسیې او اوکراین د جګړې په شمول د سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې خبرو  کې  ټینګار وکړ چې  د  اوکراین  د غلو دانو  په خوندي توګه  له هیواده د ایستلو لپاره باید  د حل مناسبې لاره ولټول شي. ولسمشر اردوغان د اوکراین د غلو دانو صادرات په نړۍ کې د خوراکي توکو د بحران د مخنیوي په برخه کې یو مهم عنصر وباله.



اړوند خبرونه