ولسمشر اردوغان : تورکیه په تیرو ۷ کلونو کې د نړۍ تر ټولو د ډیرو کډوالو کوربه توب کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وويل "د کډوالو او کډوالو د مسئلې اصلي بار پر پرمختللو ټولنو نه دی چې غږ يې ډیر لوړ پورته کیږي، بلکې زموږ په څېر هېوادونه چې د کړکېچ د  سيمو ګاونډيان دي په غاړه دي.

1845700
ولسمشر اردوغان : تورکیه په تیرو ۷ کلونو کې د نړۍ تر ټولو د ډیرو کډوالو کوربه توب کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وويل "د کډوالو او کډوالو د مسئلې اصلي بار پر پرمختللو ټولنو نه دی چې غږ يې ډیر لوړ پورته کیږي، بلکې زموږ په څېر هېوادونه چې د کړکېچ د  سيمو ګاونډيان دي په غاړه دي.

ولسمشر اردوغان  په استانبول كې د کډوالۍ  نړيوال پارلماني كنفرانس ته د ویدیويي کنفرانس له لارې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۲۷۵ میلیونو ،  د بې ځایه شویو شمېر ۸۵  میلیونو او د پناهنده ګانو شمیره ۳۰ میلیونو ته نږدې شوې ده. هغه زیاته کړه چې ،

"د روسیې او اوکراین د جګړې له امله  د کډوالو په شمېر کې پنځه میلیونه تنه نور هم اضافه شوي دي. پدې بشري تحرکاتو کې له بده مرغه چې د ډیرو خواشینوونکو پيښو سره مخامخ کیږي.  د ظلم، ستم، لوږې او ډول ډول نورو ستونزو له امله  د خوندي ژوند او امنیت په هیله ترسره کیدونکې دا سفرونه له بده مرغه چې وخت نا وخته د فلاکت سره پایته رسیږي.

ولسمشر وویل چې په تیره دې موده کې د مدیترانې په سمندرګي کې د څه د پاسه ۳۰ زرو کډوالو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان د لسګونو زور تنو سوري ماشومانو برخلیک معلوم نه دی چې اروپا ته یې پناه وړې ده.

"موږ د چا خبره هر ورځ دهغه کډوالو د بد وضعیت شاهدي  کوو  چې د یونان د امنیتي ځواکونو لخوا ځورول کیږي، لوټیږي، وهل ټکول کیږي او حتی وژل کیږي."

"د کډوالۍ او کډوالو په مسله کې اصلي بار هغه پرمختللې ټولنې چې غږ یې تر ټولو ښه  پورته کیږي  په اوږو ندی ، بلکې زموږ په څیر هیوادونه چې د کړکیچ د سیمو  ګاونډیان دي په اوږو دی."

د ملګروملتونو سازمان د کډوالو د عالي کمشنرۍ د شمیرو له مخې پداسې حال کې چې د نړۍ پرمختللي هیوادونه په زرو کې یواځې د ۲ عشاریه ۷ تنه کډوالو کوربه توب کوي د پرمختګ حال کې او وروسته پاتې هیوادونه بیا د په زرو کې د ۵ عشاریه ۸ کډوالو چې د هغوې څه باندې دوه برابره دي کوربه توب کوي.

همداشان پرمختللي هیوادونه د منلو یو څه سوه تنو کډوالو نه چې تل د اعلاناتو د موادو په توګه استفاده کوي د د ژور بشري بحران په وړاندې هیڅ مسؤلیت نه اخلي.

ترکیه چې د نړۍ د لویو وچو ترمنځه د تقاطع په نقطه کې قرار لري د تاریخ په اوږدو کې تل د کډوالو پر مخ خپلې دروازې پرانیستي دي. په تیرو ۵۰۰ کلونو کې د یهودانو په ګډون په سلګونو زرو تنو کډوالو ته چې د ظلم او استبداد ته راتښتیدلي دي مونږ خپلې دروازې پرانیستي دي.

د بالکان نه نیولې تر قفقاس پورې د سیمې خلک چې تل د کومې ستونزې سره مخامخ شوي دي مونږ ورته خپلې دروازې پرانیستي دي.

همداشان د خلیج د لومړنۍ جګړې پر مهال لکه څرنګه چې مونږ په سلګونو زرو تنو کوردانو ته پناه ورکړې ده  په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو نه راپدیخوا ۳ عشاریه ۶ میلیونه تنه سوري کډوالو ته مو پناه ورکړې ده .

تورکیې هیڅکله هم خپلې دروازې د دیني، مذهبي، توکمیز یا ژبنیزو توپیرونو له امله د چا پر مخ تړلي ندي.

رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه په تیرو ۷ کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو کډوالو کوربه دی.

 

"موږ به دا مسؤلیت ادا کړو. په داسې وخت کې چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د بشري خوځښت خورا لوی تجربه شوې، هیڅوک نشي کولی له مسؤلیت څخه تیښته وکړي. تر څو چې نړیواله ټولنه د مهاجرت له اصلي ستونزو سره د مقابلې جرئت ونه کړي ددې ستونزې حل ناممکنه دی. "



اړوند خبرونه