د ترکیې د دیني چارو زیات : په هند کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې توکمپاله چلند د اندېښنې وړ دي
ترکیې د هند نه غوښتنه وکړه چې په هیواد کې چې په هیواد کې د اسلاموفوبیا د زیاتوالي په وړاندې په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي او داسې دریځ غوره کړي چې د مسلمانانو لپاره د دوی مذهبي ازادي تضمین کړي.
د ترکیې د دیني چارو زیات وویل چې په هند کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې توکمپاله چلند د اندېښنې وړ دی
د ترکیې دیني چارو د ریاست له خوا په استانبول کې جوړه شوې د ولایتي مفتيانو د ۴۱مې مشورتي غونډې په وروستۍ اعلامیه کې په هند کې د اسلام پر ضد مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي ته پاملرنه شوې.
د دیني چارو د ریاست له خوا د ۸۱ ولایتونو د مفتیانو په ګډون د ولایتي مفتيانو په ۴۱ مه مشورتي غونډه کې په ځانګړې توګه پدې وروستیو کلونو کې په هند کې د اسلام پر ضد زیاتیدونکي نفرت او شدت ته اشاره شوې ده .
د اعلامیې په اوومه ماده کې لاندې څرګندونې شاملې دي:
په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په هند کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې توکمیز چلندونه د اندېښنې وړ دي. د هغه برخو لخوا چې د ټولو لپاره عدالت، مرحمت او ازادۍ نه دفاع د خپل ايمان مهم شرط ګڼي، د رحمت دین اسلام او مسلمانانو پر خلاف دښمنانه چلندونه هيڅکله د منلو وړ نه دي.
په حقیقت کې، هغه ناوړه پیښې چې په عبادت ځایونو باندې د بریدونو څخه نیولې پر حجاب بندیز پورې، د هندي مسلمانانو په وړاندې د تبعیض او فشارونو نه د ډکو سیاستونو پایله ده. موږ هندي چارواکو ته بلنه ورکوو چې په هیواد کې د اسلاموفوبیا د زیاتوالي په وړاندې په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي او داسې دریځ غوره کړي چې د مسلمانانو لپاره د دوی مذهبي ازادي تضمین کړي.