ولسمشر اردوغان د انګلستان د اکانومیست مجلې لپاره یوه مقاله لیکلې ده.

ولسمشر اردوغان د انګلستان د اکانومیست مجلې لپاره یوه مقاله لیکلې ده. اردوغان په خپله مقاله کې ویلي چې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ شاملېدل له خطره ډک  بولي.

1834964
ولسمشر اردوغان د انګلستان د اکانومیست مجلې لپاره یوه مقاله لیکلې ده.

ولسمشر اردوغان د انګلستان د اکانومیست مجلې لپاره یوه مقاله لیکلې ده. اردوغان په خپله مقاله کې ویلي چې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ شاملېدل له خطره ډک  بولي.

په اوکراین کې جګړې د قوانینو پر بنسټ نړیوال نظم، د لویو ځواکو  سیالۍ، او د یورو اتلانتیک امنیت په اړه د خلکو موجود  باورونه ننګولي دي. دې پروسې  په عینې وخت کې د  ناټو سازمان  چې په تاریخ کې تر ټولو لوی پوځي اتحاد دی، بیرته په خپلو پښو ودراوه.

 

ترکیه له ۷۰ کلونو راهیسې د ناټو یو ویاړلی او نه بیلیدونکی غړی دی. زموږ هیواد په ۱۹۵۲ کال کې د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ د دفاع لپاره کوریا ته د سرتیرو لیږلو وروسته په اتحاد کې شامل شو. د سړې جګړې پر مهال او وروسته، ترکیه په منځني ختیځ، قفقاز او د تور سمندر  په سیمو کې یو باثباته او مثبت لوبغاړی و. د ترکیې پوځ هم د ناتو د ماموریتونو په چوکاټ کې له کوسووا څخه تر افغانستان پورې د نړۍ ډېرو برخو ته سفرونه کړي دي.

 

په ورته وخت کې زموږ هېواد د دفاعي صنعت په برخه کې د میلیاردونو ډالرو په پانګونې سره خپل دفاعي ظرفیت پیاوړی کړی دی. زمونږ وروستیو  محصولاتو د اوکراین په ګډون د جګړې په بیلابیلو جګړو کې  د پام وړ اغیزې لدرلودلي‌ دي.

 

د ترکیې دغه زیاتیدونکي ظرفیت د ناټو د مقاومت او پیاوړتیا سره هم ډیره زیاته مرسته کړې ده. په داسې حال کې چې زموږ همکارانو تل د ناټو په ټولیز امنیتي ماموریت کې د ترکیې د ونډې ستاینه کړې ده، خو کله چې د دوی خپل امنیت له ګواښ سره مخ نه و، دوی ژر تر ژره دا مرسته هېره کړه ده. زموږ همکارن  د ترکیې اهمیت یوازې د ناورین په وخت کې یادوي (لکه د بالکان بحران)، دوی دا  خوږ خوب ویني چې د ترکیې پرته اوږدمهاله ثبات ترلاسه کیدی شي. له همدې امله، وروسته له دې چې د ګواښ مخه ونیول شوه، جیو پولیټیکل واقعیتونه او احتمالي ګواښونه یې له پامه غورځوي او سترګې پرې پټوي. بې له شکه،  چې دا خوبونه تل د نړیوالو بحرانونو له امله ډیر لنډ وي.

 

په وروستیو کلونو کې د نړیوالې سولې او امنیت په وړاندې بدلیدونکي ګواښونه د دې لامل شوي چې ډیری ناټو د یو پخوانی او بې کاره سازمان په توګه تشریح کړي. د ویلو ده چې د فرانسې ولسمشر  امانویل  ماکرون په ۲۰۱۹ کې ویلي وو  چې ناټو سازمان  "دماغ سکته کړې او دماغي‌ پلوه مړ شوی دی" . همدې برخو په دغه سازمان کې د ترکیې رول هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دا چلند، چې د غیر معمولي  خیال پرستۍ  او ړندیدو په نتیجه کې  راڅرګند شو، د ناټو  سازمان ډیر وخت يي ضایع کړی دی.

 

له دې سره سره ترکیې د ناټو د ځینو غړیو هېوادونو لنډ لید او کله ناکله غیر مسؤلانه چلند ناټو سازمان ته د سترو ضررونو مخه نیولې ده .  د ناټو پر اهمیت باندې په ټینګار سره، موږ د غړو هیوادونو څخه وغوښتل د نوو ګواښونو پر وړاندې مهم ګامونه اوچت کړي.

 

په دې برخه کې ترکیې استدلال کړی چې ناټو د نورو نړیوالو سازمانونو په څېر باید د نویو امنیتي ګواښونو پر وړاندې ځینې اصلاحات رامنځته کړي. په ځانګړې توګه، دا حقیقت چې د ډله ایز امنیت په برخه کې د ترهګریز ګواښ په اړه کافي ګامونه نه دي اخیستل شوي ، سره ددې چې  ډیری غړو هیوادونو مستقیم د ترهګرو د هدف لاندې راغلي‌ دي، خو امنیتي همکارۍ  سازمان پدې اړه کافي‌  ګامونه ندي‌ اوچت کړي. همداشان دې مسئلې د ناټو په اړه عامه افکارو کې بې اعتمادۍ ته لار پرانیستې ده .

 

ترکیې د ناټو په ټولو سرمشریزو کې پر دغه وضعیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې د بدلون لپاره نړیواله همکاري اړینه ده. په دې برخه کې، موږ له ناټو څخه غواړو چې د تروریستي سازمانونو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې په استخباراتي او نظامي چارو کې لا زیاته همکاري وکړي. موږ دا نه یوازې د تروریستي بریدونو د مخنیوي په برخه کې، بلکې د ناټو په پولو کې د ترهګرو د تمویل او استخدام د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده .

 

همدا ډول، په داسې حال کې چې د ترکیې په شاوخوا کې کورنۍ جګړې روانې وې، موږ له ناټو څخه ځینې مشروع او اړینې غوښتنې وکړې. د خپلو سرحدونو او فضایي حریم د امنیت د تامین لپاره. موږ دا غوښتنې په سیمه کې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د کډوالو ترټولو لوی څپې د رامنځته کیدو په خاطر کړي‌ دي. زموږ هېواد چې تر ډېره په دې مسايلو کې يوازې پاتې شوى، له دې بحرانونو سره په يواځې ځان مبارزه کړې او په دې مبارزه کې يې ډېر ستر بدلونه ورکړي‌ دي. په هرصورت، د دې کړکیچونو په اړه د ناټو دننه ګامونه اخیستل کیدی شي چې دا سازمان د نورو شخړو او بحرانونو سره د مبارزې لپاره چمتو کړي چې په راتلونکي  کیدای شي‌ چې د ناټو په سرحدونو کې تجربه شي.

 

هغه وضعیت چې د اوکراین له جګړې سره رامنځ ته شوی دا په ډاګه کوي چې د ترکیې تمې او غوښتنې تر کومه  حده پر ځای دي. په داسې حال کې چې په دې موده کې شخړو د جدي تباهۍ لامل شوی، ځینې غړي هیوادونه چې د ترکیې جیو پولیټیکل موقعیت درک کړی و، ولیدل چې په تیرو وختونو کې زموږ ځینې اقدامات څومره مناسب وو. په حقیقت کې، ترکیه ټولې هغه غوښتنې او لارښونې پر ځای وې  چې د ناټو غړو ته وویل چې دوی اړتیا لري چې د راتلونکي جیوپولیټیک ننګونو لپاره باید چمتو شي. د هغو کسانو په مقابل کې چې استدلال کوي چې ناټو بې ارزښته ده، موږ مونږ تل د ناټو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

 

پداسې حال کې چې ټولو غړو نن ورځ دا خبره منلې ده چې ترکیه د ناټو لپاره یو ډیر مهم غړي دی  خو ځیني‌ نن ورځ‌ هم دا خبره نشي زغملی .

د ترکیې په وینا، د ناټو سازمان  کې  د سویډن او فنلنډ داخلېدل د خپل امنیت او د دغه سازمان راتلونکې ته د خطر په سترګه ګوري. د ناټو سازمان د  پنځمې مادې له مخې، دا زموږ طبیعي حق دی چې دا تمه ولرو چې دا هیوادونه چې تمه لري د ناټو دوهم لوی پوځ  به د دوی مرستې ته ورځي  د PKK د استخدام، تمویل او پروپاګند فعالیتونو مخه ونیسي. د ویلو ده چې د  PKK  د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا  هم یو ترهګر سازمان په توګه منل شوی دی.

 

ترکیه د نوماندو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د ټولو ترهګریزو سازمانونو د فعالیتونو مخه ونیسي او غړي ترکیې ته وسپاري. د دغو هېوادونو له چارواکو سره کره شواهد شریک شوي او له دوی څخه د اقدام تمه کېږي. پر دې سربیره ترکیه له دغو هیوادونو څخه غواړي چې د ناټو د غړو هیوادونو له خوا د تروریزم ضد عملیاتو ملاتړ وکړي. تروریزم د ټولو غړو هیوادونو لپاره یو ګواښ دی او نوماند هیوادونه باید دا حقیقت ومني مخکې له دې چې په سازمان کې شامل شي. که چیرې دوی اړین ګامونه پورته نه کړي، ترکیه به پدې مسله کې خپل دریځ بدل نه کړي.

 

سربیره پردې، ترکیه په دې نظر ده چې د وسلو هر ډول بندیز (هغه ډول چې سویډن زموږ په هیواد باندې لګوي) د ناټو تر چتر لاندې د نظامي ملګرتیا د روح خلاف دی. دا ډول محدودیتونه نه یوازې زموږ د ملي امنیت لپاره بلکې د ناټو هویت ته هم خورا ناوړه پایلې لري. د سویډن او فنلینډ ټینګار د ناټو په اجنډا کې یو غیر ضروري توکی اضافه کړ.

 

د سویډن او فنلینډ په غړیتوب د ترکیې اعتراض هم د ټولو هغو غړو په استازیتوب چې تر اوسه پورې د ترهګرۍ هدف ګرځیدلی یو پرېکنده ګام دی. ترهګري هیڅ دین، قوم او رنګ نه لري. دا د دې اتحاد یو له مهمو ماموریتونو څخه دی چې د هر هغه سازمان په وړاندې ودریږي چې هدف یې د ملکي خلکو زیان وي. هیڅ هیواد په دې برخه کې امتیاز نه لري.

 

کله چې د ستونزو د حل او نړیوالې سولې او ثبات ته وده ورکولو خبره راځي تل لنډې لارې شتون نلري. خو دا لارې هر څومره چې ممکنه وي لنډې شي، د زړورتیا او سمو ګامونو په هیله. د سویډن او فنلینډ چلند د هغو هیوادونو د امنیتي اندیښنو او حساسیتونو په اړه چې دوی یې ملګري غواړي دا به معلومه کړي چې ترکیه څومره د دې هیوادونو د متحدینو په توګه لیدل غواړي.

 

د هغو کسانو ناپوهي او غرور چې د ترکيې له سازمان سره د ترکيې اړيکې تر پوښتنې لاندې راولي، چې د اتحاد د پراخولو په هر بهير کې په مثبت او رغنده ټکي ولاړ وي، زموږ دريځ به بدل نه کړي. زموږ هیواد چې د ډیپلوماسۍ او ډیالوګ ټولو ډولونو ته خلاص دی، وړاندیز کوي چې دا هڅې د کاندید هیوادونو په هڅولو تمرکز وکړي. هیڅ هیواد چې د تروریزم سره مبارزه کې زړه نازړه نه وي په انقره کې هیڅ واک نلري چې لارښوونه وکړي. موږ باور لرو چې که د ناټو غړي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دوه ګونی معیارونه پلي کړي، د دې اتحاد اعتبار او اعتبار به له خطر سره مخامخ شي.

 



اړوند خبرونه