د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د بهیر په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه وویل چې له بده مرغه مونږ دې مسئلې ته په مثبت نظر نه ګورو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه وویل چې له بده مرغه مونږ دې مسئلې ته په مثبت نظر نه ګورو.
"له بده مرغه، د سکنډيناويا هيوادونه تقريباً د تروريستي سازمانونو د ميلمستونونو په شان دي. له همدې امله زموږ لپاره دا ممکنه نه ده چې دې ته په مثبت نظر وګورو."
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب بهیر ته په اشارې سره وویل:
"موږ اوس مهال د سویډن او فنلنډ په اړه پرمختګونه تعقیبوو، خو موږ مثبت نظر نه لرو، پخواني حکومتونو د ناټو په سازمان کې د یونان د غړیتوب په اړه تېروتنې وکړې او مونږ نه غواړو کې دا تیروتنه تکرار کړو .یونان د ناټو ملاتړ د ترلاسه کولو نه وروسته د ترکیه، پر خلاف يي جبهه ونیوله او نن ورځ ترکیې پر وړاندې د یونان په پالیسیو او ډریځ ټول ډیر ښه پوهیږي.
اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې د سکینډیناویا هیوادونه تقریبا د ترهګرو سازمانونو د میلمستونونو په څیر دي وویل:
"PKK، DHKPC نن ورځ ددې هیوادونو په پارلمانونو کې دي. له همدې امله دا ممکنه نه ده چې موږ په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب بهیر ته په مثبت ډول وګورو."