د قزاقستان ولسمشر : ولسمشر اردوغان یو پوه او د درناوي وړ سیاستوال دی.

د قزاقستان ولسمشر : " له ترکیې څخه مونږ ته  هیڅ زیان نه دی رسیدلی، موږ تل ښه لیدلي. تر اوسه پورې همداسې وه او همداسې به روان وي.

1825158
د قزاقستان ولسمشر : ولسمشر اردوغان یو پوه او د درناوي وړ سیاستوال دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې او قزاقستان د اړیکو په اړه وويل

"موږ به هغه پل په پياوړي کولو سره خپلې لارې ته دوام ورکړو چې پخوا مو جوړ کړی دی."

ولسمشر اردوغان د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومرت توکایف سره چې په رسمي سفر پلازمینې انقرې ته راغلی دی د یو لړ موافقو د لاسلیکولو نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې یادونه وکړه چې سږ کال له قزاقستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګیدو ۳۰ مه کلیزه ده.

"د نوي قزاقستان په جوړولو کې د ښاغلي توکایف هڅې د ستاینې وړ دي."

"موږ به په هر ډول شرایطو کې د خپلو قزاق وروڼو تر څنګ ودریږو. موږ به د هغه پل په پیاوړي کولو سره خپلې لارې ته دوام ورکړو چې پخوا مو جوړ کړی دی."

د ترکیې او قزاقستان د سوداګرۍ حجم ۵۸ سلنه زیات شوی او ۵.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. هیله مند یو چې موږ به د ګډو ګامونو سره د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ته ورسیږو.

ولسمشر اردوغان  همداراز څرګنده کړه چې دوی د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او د اقتصادي همکاریو سازمان او همدارنګه له قزاقستان سره د ترکي دولتونو په سازمان کې د پیوستون د ساتلو لپاره پر خپل هوډ یو ځل بیا ټینګار کوي.

"تاسو به د قزاقستان ، چې نږدې ۱۹ میلیونه نفوس لري ، او ترکیه چې ۸۵ ملیونه نفوس لري ، پیوستون به څومره مهم وي قضاوت وکړئ."

مېلمه ولسمشر توکایف وویل:

"زه غواړم خپل ورور، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د اناتولیا سپېڅلې خاورې ته د هغه د رسمي بلنې له امله خپله خوښي څرګند کړم. نن مو په ډېرو مهمو موضوعاتو پراخه بحثونه وکړل. ولسمشر اردوغان یو پوه او د درناوي وړ سیاستوال دی. له همدې امله د دوی نظرونه خورا ارزښتناک دي."

"قزاقستان او ترکیه وروڼه او دوست هیوادونه دي چې ګډې ریښې لري."

"له ترکیې څخه مونږ ته  هیڅ زیان نه دی رسیدلی، موږ تل ښه لیدلي. تر اوسه پورې همداسې وه او همداسې به روان وي.»



اړوند خبرونه