ولسمشر اردوغان عربستان کې د ښکلي‌ اذان ویلو د سیالۍ ګټوونکي‌ محسن قره ته مبارکي وویله

ترکیې په سعودي‌ عربستان کې د ښکلي‌ اذان ویلو په سیالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

1816243
ولسمشر اردوغان عربستان کې د ښکلي‌ اذان ویلو د سیالۍ ګټوونکي‌ محسن قره ته مبارکي وویله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سعودي‌ عربستان کې د حسن القران او اذان په سیالۍ کې د لومړي‌ مقام ګټوونکي‌ محسن قره ته مبارکي‌ وویله.

ولسمشر اردوغان د هیواد د شارقشله  روضه د جامع جومات امام خطیب محسن قره سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان محسن قره ته په سعودي‌ عربستان کې د حسن القران او اذان په سیالۍ کې د حسن الاذان په برخه کې د لومړي‌ مقام  ګټولو له امله مبارکي‌ وویله او لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه يي‌ ورته وکړه.

د یادولو وړ ده چې محسن قره ددینه مخکې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون لخوا جوړه شوې د حسن القران په سیالۍ کې دویم مقام ګټلی وو.



اړوند خبرونه