ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته مبارکي وویله.

ترکیې ولسمشر د پاکستان د پارلمان لخوا ټاکل شوي‌ نوي‌ لومړي‌ وزیر شهباز شریف ته مبارکي‌‌ وویله

1810923
ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته مبارکي وویله.

 

ولسمشر اردوغان له شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان په دې ټیلیفوني‌ خبرو کې   د پاکستان د پارلمان د امتیازاتو په چوکاټ کې د صدراعظم په توګه د شهباز شریف د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وویله.

 

ولسمشر اردوغان ددې هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو پایلې د پاکستان  دوست او ورور ملت  په ګټه تمامې شي او وویل چې ترکیه په پاکستان کې پرمختګونه  چې ددې هیواد سره   تاریخي  د دوستۍ او ورورګلوۍ قوي‌ اړیکې لري له نږدې څاري. دا چې پاکستان  له ټولو ستونزو او خنډونو سره سره د ډیموکراسۍ او د قانون حاکمیت ته غاړه نه کیښوده. پاکستان یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د ډیموکراسۍ او قانون د حاکمیت نه په هیڅډول لاس نه اخلي.

ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د ترکیې په توګه لکه تر ننه پورې ددېنه وروسته هم  د پاکستان سره هر ډول مرستو ته دوام ورکړو.



اړوند خبرونه