د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست.
د نړۍ د متوسطې ارتفاع تر ټولو اوږد ځوړند پل د ترکیې په چناق قلعه ولایت کې جوړ او خدمت ته وړاندې شو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست.
د چناق قلعه پل چې د اسیا او اروپا دوه لویې وچې سره نخلولي او یو نیم ساعته واټن يي یواځې ۶ دقیقو ته راټیټ کړی دی د دوه نیم میلیاردو ایرو په لګښت جوړ شوی دی. د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل د چناق قلعه د ستر بري په ۱۰۷ کلیزه په ورځ پرانیستل شو.
ولسمشر اردوغان د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل ترڅنګ د مال قره چناق قلعه لویه لاره هم پرانیسته.
ولسمشر اردوغان د پل د پرانیستو په مراسمو کې ستاسې خوښي زما خوښي ده. نن مو هیواد ته یو بل ستر اثر وګټه.
د چناق قلعه ولایت چې د زرګونو کلونو په دوران کې د مختلفو مدنیتونو کوربه توب کړی او د ټولو د سترګو د تور په توګه پاتې شوی دی. نن ورځ دې ولایت یو بل ډیر مهم اثر ته غیږ پرانیسته.
نن مو د چناق قلعه ولایت په غاړه یو ډیر ښکلی د یاقوت غاړه کۍ په غاړه کړه.
د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل د هرې تخنیکي ځانګړتیا سره د یو جلا سمبول استازیتوب کوي. د پل د برجونو ارتفاع ۳۱۸ متره دی چې د مارچ اتلسمه نیټه بیانوي. درې د مارچ د میاشتې سمبول او ۱۸ بیا د مارچ د ۱۸ سمبول دی. د پل ارتفاع ۲۰۲۳ متره دی چې د ترکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې سمبول دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې پل بڼسټ مو څلور کاله مخکې د مارچ په اتلسمه نیټه ایښی وو. ساختماني شرکتونو د خپل کوریايي شریکانو سره په ګډه نسټوني بد وهل او کړې ژمنې نه يي مخکې پل چارې پایته ورسولې او استفادې ته يي چمتو کړ.
دا پل په نړۍ کې د متوسطې ارتفاع سره د نړۍ تر ټولو اوږد ځوړند پل عنوان ترلاسه کړی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا پل هیواد ته د تیلو له پلوه هم ستر تصرف رامنځته کوي. ددې ترڅنګ د هوا د ککړتیا د کمولو په برخه کې مرسته کوي. دا پل به د کال ۴۱۵ میلیونه ایرو د ترکیې د اقتصاد سره مرسته وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا پل به د یوې اونۍ لپاره په وړیا توګه هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي او د یوې اونۍ نه وروسته ددې پل نه د تیریدو بدل به ۲۰۰ ترکي لیرې وي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل