د ترکیې د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل چې اسیا او اروپا يي سره نخلولي‌ دي‌ نن پرانیستل شي

د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل  نن  د مارچ اتلسمه چې د  چناق قلعه د ستر بري‌ د ۱۰۷ کلیزې سره سمون د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.

1797919
د ترکیې د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل چې اسیا او اروپا يي سره نخلولي‌ دي‌ نن پرانیستل شي

د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل  نن  د مارچ اتلسمه چې د  چناق قلعه د ستر بري‌ د ۱۰۷ کلیزې سره سمون د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.

دا پل چې  د ډیرو مهمو ځانګړتیاوو په درلودو سره د ( د سمبولونو پل ) په توګه مشهور دی  د متوسط لوړوالي‌  سره د نړۍ تر ټولو د اوږد ځوړند پل عنوان ترلاسه کړی دی. ددې پل اوږدوالی چې ۴۶۹۸ متره دی.  د اسیا او اروپا دوه لویې وچې سره نخلولي‌ دي.

ددې پل سره د اسیا لویې وچې نه د اروپا لویې وچې ته د تیریدو واټن یواځې ۶ دقیقو ته راټیټ شوی دی.

دا پل چې د چناق قلعه ولایت د لاپسکي‌ او ګالیبولو په ولسوالیو کې قرار لري‌  او تر ټولو د ښه پروژې په توګه پيژندل کیږي‌ . د کیبلونو په جوړولو کې د ۱۶۲ زره کیلومتره سیم نه چې کولی شي‌ د نړۍ نه څلور ځله تاو شي‌  استفاده شوې ده .

د پل ۲۰۲۳ متره متوسط لوړوالی د ترکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې  او پل د برجونو ۳۱۸ متره متوسط  لوړوالی بیا د چناق قلعه د ستر بري د د ورځې چې په ۱۹۱۵ کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه  ترلاسه شوی دی استازیتوب کوي.

همداشان د پل سپین او سور رنګ د ترکیې د بیرغ سمبول دی . ددې پل د برجونو اوږدوالی ۳۳۴ متره دی. دې پل په نړۍ کې تر ټولو د لوړو برجونو خاوند د متوسط  ځوړند پل عنوان ترلاسه کړی دی .

د ویلو ده چې دا پل نن د مارچ اتلسمه چې د ترکیې د چناق قلعه د ستر بري‌ د ۱۰۷ کلیزې سره سمون خوري‌ د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا پرانیستل کیږي.

ولسمشر اردوغان به لومړی د چناق قلعه د شهیدانو په هدیره کې په جوړو شوو شوو مراسمو کې ګډون وکړي‌‌ او وروسته به بیا د مارچ اتلسمه د شهیدانو د یادښت ورځ او د چناق قلعه د ستر بري‌ د ۱۰۷ کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه