ترکیې په مرستو بار دریم د ښېګڼې ریل ګاډی افغانستان ته ورسید.

افغانستان د ورور او دوست هیواد افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

1795625
ترکیې  په مرستو بار دریم د ښېګڼې ریل ګاډی افغانستان ته ورسید.

ترکیې  په مرستو بار دریم د ښېګڼې ریل ګاډی افغانستان ته ورسید.

د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست او یو زیات شمیر ملکي‌ ټولنو په هماهنګۍ کې راټولې شوې مرستې  د ښېګڼې په ریل ګاډو کې  افغانستان ته لیږل کیږي.

په مرستو بار د ښېګڼې دریم ریل ګاډي‌ چې د فبروري‌ د میاشتې په ۲۵ مه نیټه د پلازمینې انقرې نه د افغانستان پر لورې حرکت کړی وو  تورغنډۍ د سرحدي‌ دروازې له لارې افغانستان ته داخل شو.

 

د تورغندۍ په سرحدي‌ دروازه کې ددې ریل ګاډي‌ د هر کلي‌ په خاطر ځانګړي‌ مراسم جوړ شوي وو. د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو د ادارې د نړۍوالو بشري‌ مرستو مسئول برهان اسلان پدې مراسمو کې وویل چې د ترکیې لخوا د افغانستان سره د مرستو په چوکاټ کې په مرستو بار دریم د ښېګڼې ریل ګاډی راورسید. پدې ریل ګاډي کې ۹۹۴ ټنه بشري‌ مرستې بار دي. هغه وویل چې خوراکي‌ توکي، کمپلې او جامې شتون لري‌ چې په اړینو کسانو به وویشل شي.

هغه وویل چې دا مرستې به په هرات ولایت کې په ځانګړو پاکونو کې د بسته بندۍ نه وروسته په ۱۷ ولایتونو کې په اړینو کسانو وویشل شي.

هغه وویل چې د فبروري‌ په ۷ مه نیټه افغانستان ته د رارسیدلي‌ لومړني‌ ریل ګاډي‌   د مرستو د ویشل لرۍ پایته رسیدلې ده  او د دویم ریل ګاډي‌ د مرستو د ویشې لړۍ هم د پایته رسیدو په درشل کې ده.

هغه زیاته کړه چې د ترکیې د مرستو بار دا ریل ګاډی د ایران او ترکمنستان د خاورو نه په تیریدو سره افغانستان ته راورسید. دا ریل ګاډی‌ ۴۱۶۸ کیلومټره مزل نه وروسته افغانستان ته راروسید.



اړوند خبرونه