ترکیې : د هغه ترکي‌ اتباعو لپاره به چې وغواړي‌ د  اوکراین نه ووځي‌ لازمې مرستې او لارښونې وشي .

ترکیې  اعلان وکړ د هغه ترکي‌ اتباعو لپاره به چې وغواړي‌ د  اوکراین نه ووځي‌ لازمې مرستې او لارښونې وشي .

1784247
ترکیې : د هغه ترکي‌ اتباعو لپاره به چې وغواړي‌ د  اوکراین نه ووځي‌ لازمې مرستې او لارښونې وشي .

 

ترکیې  اعلان وکړ د هغه ترکي‌ اتباعو لپاره به چې وغواړي‌ د  اوکراین نه ووځي‌ لازمې مرستې او لارښونې وشي .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي‌ بیان کې د اوکراین هوايي حریم  د هوايي ټرافیک پر مخ د تړل کیدو مسئلې ته په اشارې  په اوکراین کې میشتو ترکي‌ اتباعو نه په موجود وضعیت کې خپلو کورونو او یا نورو خوندي‌ سیمو کې پاتې کیدو او د سفر د نه کولو غوښتنه کړې ده .

په بیان کې راغلي هغه ترکي‌ اتباعو لپاره به چې وغواړي‌ د  اوکراین نه ووځي‌ لازمې مرستې او لارښونې وشي .

همداشان ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ په اوکراین کې میشت ترکي‌ اتباع چې وغواړي‌ زمونږ سره اړیکه ټینګه کړي‌ په لاندینو شمیرو کولای شي‌ چې  زمونږ سره اړیکه ټینګه کړي.

 

د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي‌ څانګې  سره د اړیکې شمیره : +90 312 292 29 29

 

د کیف ، چرنیهیف ، چرکاسي ، خملنیتسکي ، خارکوف ، ترنوبیل ، سومي ،  ریونه ، پولتاوا، لیفیف ، لوهانسک ، دنیپروپتروفسک او ولین په ښارونو کې میشت ترکي‌ اتباع لپاره په کیف کې د ترکیې د سفارت سره د اړیکو  شمیرې.

+380 632 114 765      +380 632 55 77 48    +380 935 39 46 12

 

په اودسا ، میکولایف ، کیرووهراد ، کروپونیتسکي،ایوانو- فرانکیفسک ، چرنویستي،خارسون ، زاپروژیا ، اوژخورد، دونتسک او وینینتسا  کې میشتو ترکي‌ وګړو لپاره په اودسا ښار کې د ترکیې د جنرال قونسلګرۍ سره د اړیکو شمیرې :

+380 937 11 00 24               +380 937 11 00 26



اړوند خبرونه