ترکیې په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د حوثي یاغیانو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
ترکیې د حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو بریدونه په کلکو ټکو وغندل
ترکیې په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د حوثي یاغیانو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان خپرولو سره ویلي دي چې " ترکیه په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې پر ملکي هدفونو د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو سره د حوثي یاغیانو لخوا ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي. دا ډول بریدونه چې په ښکاره توګه د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې دي هر څه ژر يي د درولو غوښتنه کوو. "
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو تیره شپه د سعودي عربستان د جازان په سیمه پر ملکي سیمو د بالستیک توغندیو برید وکړ چې په نتیجه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
همداشان حوثي یاغیانو نن دوشنبه د سهار په وختي ساعتونو کې پر متحده عربي اماراتو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې په هوا کې شند او له منځه یوړل شول. متحده عربي اماراتو ویلي دي چې توغندي په هوا کې شند کړي چې پارچې د پلازمینې ابوظبي په مختلفو سیمو کې غورځیدلي دي.
په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.