ولسمشر اردوغان : انشاالله چې هیواد به د نړۍ په لسو پياوړو اقتصادونو کې داخل کړو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې زمونږ هدف ترکیه د نړۍ تر ټولو په لسو پياوړو اقتصادونو کې داخلول دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې زمونږ هدف ترکیه د نړۍ تر ټولو په لسو پياوړو اقتصادونو کې داخلول دي.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د دولمه باغچه په ماڼۍ کې په خپل کاري دفتر کې د اقتصادپوهانو او اکاډیمسینانو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دده د واکمنۍ په دوران کې ترکیې شل کاله په دومداره توګه پرمختګ کړی دی. همداشان د اصلي سترې اقتصادي حملې کولو په خاطر مو لازم ټول بڼسټونه په لویه پیمانه چمتو کړي دي.
هغه وویل کله چې په ۲۰۰۲ کال کې واک ته ورسید ترکیه د پيسو د نړۍوال صندوق یا ای ام اف ۲۳ نیم میلیارده ډالره پوروړې وه. د الله په مرسته مو د ۲۰۱۳ کال د مې په میاشت کې د پيسو نړۍوال سازمان ټول پور خلاص کړ.
″ دم ګړۍ د پيسو د نړۍوال سازمان یوه ټنګه هم پوروړي نه یو ، د همدې امله د هغوې سره هیڅډول کومه علاقه هم نلرو.″
ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد د اقتصاد د پياوړي کولو ترڅنګ دم ګړۍ په مرکزي بانک کې زمونږ د بهرنیو اسعارو ذخیره ۱۱۵ میلیارده ډالرو نه اوښتې ده.
انشاالله چې په همدې ډول د وضعیت د پرمختګ سره به زمونږ ذخیره لا پسې لوړه شي. زمونږ هدف هیواد د نړۍ د لسو پياوړو اقتصادي هیوادونو په لست کې شاملول دي.
انشاالله چې په لنډه موده کې په هیواد کې د مالي توازن د برابرولو سره به د اوړي په میاشتو کې په هیواد کې په ګډه د یو ډیر ښکلي اقتصادي پسرلي شاهدي وکړو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.