د ټي آر ټي عمومي رئیس : ټي آر ټي د نړۍ په یو ډیر مهم خبري ارګان بدل شوی دی
د ټي آر ټي رئیس : ترکیې ملي راډیو تلویزیون تل د سم او دقیقو نشراتو سره په نړۍ کې په یو ډیر مهم خبري ارګان بدل شوی دی
د ترکیې د ولسمشرۍ مانۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د استانبول د خلیج د کانګرې په مرکز کې جوړې شوې د نړۍوالو ستراتیژیکو معلوماتو د اجلاس په چوکاټ کې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ادارې په اړه ځانګړې غونډه وشوه.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس محمد زاهد سوباجي دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې، د ترکیې ملي راډیو تلویزیون په ترکیه کې په نشراتي برخه کې په لومړي کتار کې ځای لري.
هغه زیاته کړه چې " نن مونږ او تاسې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون په اړه چې په د نړۍ د مختلفو ژبو سره د ۱۸ تلویزیوني کانالونو سره د سیمې او نړۍ لپاره نشرات کوي خبرې کوو. د یو داسې نشراتي ارګان په اړه بحث کوو چې د ۱۸ تلویزیوني کانالونو سربیره د نړۍ په څه باندې ۴۰ ژبو او مختلفو لهجو راډیويي او انټرنټي نشرات لري، ۹ دجیتل پلات فورمونو، ۴ دجیټل اپلیکیشنونو، چاپي نشراتو او په نړۍواله کچه ډیر مهم فعالیتونه ترسره کوي . د یو داسې نشراتي ارګان په اړه چې خپل قوت او طاقت يي ټولې نړۍ ته څرګند کړی دی.
هغه وویل چې د ټي آر ټي په توګه مونږ د ترکیې اړوند نړۍوالې او سیمه ایزې مسئلې، ادعاګانې، تیزونه نړۍوالو پلاټ فورمونو ته انتقال کړي دي.
مونږ د هغه جغرافیو چې تر ننه پورې غږ تل ټپ پاتې شوی دی غږونه نړۍوالو غوږونو ته د راسولو هڅه کوو. ددې لپاره ټي آر ټي ورلډ تلویزیون زمونږ تر ټولو ښه وسیله ده.
په ورته ډول شاید هغه څه چې خلک ورته تر ټولو ډیر اړتیا لري د سم او دقیقو معلوماتو او خبرونو رسول دي. نن ورځ مونږ په یو داسې پيړۍ کې ژوند کوو چې ناسم معلومات او د حریف کچه تر هر وخت ډیره زیاته لوړه ده. سم معلومات د خلکو نه پټیږي او د خپلې خوښې معلومات خلکو ته رسول کیږي. مونږ ددې خبرې د مخنیوي او خلکو ته د کره او سمو معلوماتو او خبرونو د رسولو لپاره کار کوو. ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره نن ورځ په نړۍ کې په یو ډیر مهم برانډ او د ټولو د اعتماد وړ په یو ارګان بدل شوی دی.