د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده ترکیې ته د خپل سفر نه وروسته د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه
متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده : زمونږ قوي اړیکې د دواړو هیوادونو ګډو ګټو ته خدمت کوي
د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده محمد بن زید النهیان تیره ورځ انقرې ته د رسمي سفر نه وروسته د ولسمشر اردوغان نه د ښې میلمه پالنې له امله د مننې ټلګراف رالیږلی دی.
هغه پدې ټلګراف کې د ولسمشر اردوغان نه د تودې او ښې میلمه پالنې له امله مننه کړې او ویلي دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې ګډو منافعو ته خدمت کوي، د دوو دوست هیوادونو په ګټه دي . پدې لیدنه کې مو د اړیکو د لا پیاوړتیا د لارو د لټولو فرصت ترلاسه کړ.
هغه په ټلګراف کې ولسمشر اردوغان ته د روغتیا او خوښیو، ترک ملت ته هوساینې، امنیت ، استقرار او رفاح د دوام غوښتنه کړې ده .
د بله پلوه د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس ددې سفر په اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ولیعهد شهزاده په پلازمینه انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د لا پياوړي کولو په فرصتونو ډیره ګټوره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې د ولسمشر اردوغان او دوبۍ د ولیعهد شهزاده ترمنځه د دوه په دوه او هیتاانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په یو زیات شمیر برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.