ترکیې دفاعي صنایعو نوی محصول د ډرون قاتل په بریالیتوب وازمایل شو
ترکیې دفاعي صنایعو داځل د ډرون قاتل په نامه یو نوی دفاعي محصول په بریالیتوب سره وازمایه.
د فدايي په نامه د ډرون قاتل وسلې خپله لومړنۍ الوتکه په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسوله.
دا وسله په خاصه توګه په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو له منځه وړو په خاطر طرح او ډیزاین شوې ده .
د ترکیې د دفاعي صنایع دا نوی محصول په استانبول کې پیل شوی د ساحا ایکسپو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.
د ویلو ده چې پدې څلور ورځني نندارتون کې د ترکیې نوې وسلې، رادار سیستمونه ، مځکني او سمندري وسایط او وسلې او مهمات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ترانسوارو د شرکت مشر ګورای علي جانلي چې د فدايي په نامه د ډرون قاتل دا سیستم يي جوړ کړی دی خبري رسنیو ته وویل چې دا سیستم يي د اکتوبر په میاشت کې په بریالیتوب سره وازمایه.
هغه وویل چې ددې محصول لپاره بهرنی طلب ډیر لوړ دی. مونږ هم صادراتو ته چمتووالی نیسو.
هغه وویل چې د کاربن نه جوړ شوي د ډرون قاتل ددې سیستم لس نمونې تولید شوي دي.
همداشان شرکت ددې سیستم لپاره یو عدد د کنټرول سیستم، یو عدد رادار، د شپې د لید خاونده کمره او سیګنال پرې کوونکی جیمر او درې دانې هم ټولیز انداخت دستګاه ګانې جوړې کړي دي.
هغه وویل چې د ډرون قاتل دا وسله په دوو ډولونو کې جوړه شوې ده . فدايي ۱۰۲ او فدايي ۱۰۲ .
۱۰۱ ماډل تر ۵۰۰۰ مترو پورې الوتنه کولی شي. همداشان ۱۰۲ ماډل بیا د ۱۰۱ په پرتله لوی او لا زیات چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي دي. د الوتنې ظرفیت يي لوړ دی.
دا یواځې ډرون قاتل سیستم ندی بلکې د ټیټې ارتفاع هوايي دفاعي سیستم په توګه هم کاریدلی شي.
همداشان دا سیستم په ځانګړو کمرو هم سمبال دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل