ولسمشر اردوغان په نړۍ کې پر روانو بې عدالتیو ډیرې سختې نیوکې وکړې

ولسمشر اردوغان: تر کومه چې ټول خوندي‌ او په امن کې نشو هیڅوک ځان په امن کې احساسولی نشي

1727184
ولسمشر اردوغان په نړۍ کې پر روانو بې عدالتیو ډیرې سختې نیوکې وکړې

ولسمشر رجب طیب اردوغان پر نړۍ کې پر روانو بې عدالتیو د ډیرې سختې نیوکې سره وویل چې په ځینیو هیوادونو کې خلکو ته کرونا ویروس یو ډوز واکسین نه رسیږي‌ او په ځینو هیوادونو کې بیا خلک فضا ته په چکر وهلو په میلیونونو ډالره په مصرف رسوي.

هغه وویل تر کومه چې  مونږ ټول په  امن کې نشو هیڅوک په یواځې ځان په امن کې احساسولی نشي.

ولسمشر  اردوغان د جي‌ شل سازمان د پایته رسیدو نه وروسته د ایټالیا په پلازمینه روم کې خبري‌ غونډه کې د ګډون سره د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې په نړۍواله کچه باید پر اقتصادي، امنیتي، روغتیايي او نړۍوالې رفاح خبرې وشي. په نړۍواله کچه باید یواځې د یوې برخې د امنیت او ثبات په اړه فکر ونشي‌ ځکه تر کومه چې مونږ ټول په امن کې نشو هیڅوک ځان په امن کې احساسولی نشي.

ترکیه د همدې لید په رڼا کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ د پيل نه راهیسې  د ۱۶۰ هیوادونو او ۱۲ نړۍوالو سازمانونو سره چې د ترکیې نه د طبي‌ سامان الاتو او توکو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه مرسته کړې او خپل طبي‌ توکي‌ ددوې سره شریک کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جي‌ شل سازمان د مشرانو ۱۶ مه سرمشریزه چې د ایټالیا په کوربه توب په پلازمینه روم کې جوړه شوې وه پایته ورسیده. ولسمشر اردوغان د ایټالیا نه د ډیرې ښې میلمه پالنې له امله مننه وکړه.

د جي‌ شل سازمان غړي‌ هیوادونه د کال په اوږدو کې د بشریت، سیارې او رفاح په څیر د مسئلو په چوکاټ کې یو زیات شمیر غونډې ترسره کړي‌ دي.

د وزیرانو په کچه او تخنیکي‌ سویو باندې په جوړو شوو غونډو کې مو په فعاله توګه ګډون کړی او په تیرو دوو ورځو کې مو په ترسره سرمشریزه کې د نوموړو غونډو پریکړې نهايي کړې.

ولسمشر اردوغان ایټالیا نه د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره د ناټو سازمان موقتي‌ مشري‌ په ډیرې بریالۍ توګه د مدیریت کولو له امله مننه وکړه. هغه وویل چې ددې په هیله چې د جي‌ شل سازمان ترسره شوې دا غونډه د ټولې نړۍ لپاره د خیر او برکت وسیه وګرځي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جي‌ سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې مو د لومړنۍ اجنډا په توګه نړۍوال اقتصاد په وروستیو پرمختګونو او اساسي‌ تهدیدونو خبرې او ارزونې وکړې.

هغه زیاته کړه سره ددې چې په ۲۰۲۱ کال کې نړۍوال اقتصاد د ځان په راټولو پیل کړی دی خو بیا هم د جدي‌ ننګونو سره مخامخ دی. په ځانګړې توګه په نړۍواله کچه د توکو بیه لوړه شوې ده چې دې مسئلې تر ټولو ستر ګواښ مخامخ کړی دی.

د نړۍوال تورم  فشارونه پرمختګ او وده چې په هره کچه وي‌ هغه د ګواښ‌ سره مخامخوي.

همداشان نړۍوالو نظرسنجیو په نتیجه کې معلومه شوې ده چې د تورم فشارونه به یوه موده نور هم دوام وکړي.

ترکیې تیر کال یو عشاریه ۸ سلنه اقتصادي وده کړې وه او سږ کال تمه کوو چې سږ کال دا رقم ۹ سلنې ته لوړ شي.

ترکیه هغه پياوړی هیواد دی چې په نړۍوال اقتصاد کې د بعضو څپو له امله د خپلو هیوادوالو د نه اغیزمن کیدو په خاطر هر ډول تدابیر نیولي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په دوره کې  د رامنځته شوو ځینو منفي‌ پيښو او خودخواهۍ نه باید عبرت او درس واخلو . په تیرو یو نیم یا دوو کلونو چې مونږ د څه شاهدي‌ وکړه دې پرمختګونو مونږ ته روغتیا ته د لاس رسي‌ اهمیت یو ځل بیا په ډاګه کړ.

د وبا ناروغیود مخنیوي‌ په برخه کې درمل ، طبي‌ سامان الات او توکي ، واکسین او تداوي‌ یوه ځانګړتیا نه بلکې دا د هر انسان مسلم حق دی. تر کومه چې مونږ ټول امن کې نشو هیڅوک ځان په امن کې احساسولی نشي.

ترکیې پدې موده کې او په ځانګړې توګه د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پدې دوره کې د درملو او تداوۍ نه نیولې تر واکسین پورې د خپلو وګړو او کډوالو ترمنځه هیڅډول توپیر او تبعیض ندی کړی. ټولو سره يي یو شان چلند کړی او په شان يي‌ ورته تداوي‌ او واکسین رسولي‌ دي. مونږ تل هر اړخیز فکر کړی دی. دادی د خپل ملي‌ واکسین په برخه کې هم په هماغه ډول چلند کوو.

غواړو چې خپل واکسین د ټول بشریت په خدمت کې ورکړو. ولسمشر اردوغان په نړۍ کې په موجودې بې عدالتۍ نیوکه وکړه او وویل چې په نړۍ کې د یو پل نه په سلګونو میلیونه تنه انسانانو تر اوسه پورې لومړنی ډوز د کرونا واکسین ترلاسه کړی ندی خو د بله پلوه ځیني‌ کسان بیا فضا ته په چکر باندې په سلګونو میلیونه ډالر په مصرف رسوي.

د یو پلو نه د نړۍ لویه برخه کې د فقر او بې وزلې په لمبو کې سوځي‌ او د بله پلوه د ځینو لوکس ژوند او کش او فش  د لیدولو وړ ندی.

ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه چې د کرونا وبا ناروغۍ په نړۍ کې د غلې بحران لا پسې ژور کړی دی.

د ملګروملتونو سازمان د راپورونو له مخې سږ کال په نړۍ کې د تیر کال په پرتله د فقر او بې وزلې کچه لا زیاته لوړه شوې ده . د همدې راپورونو له مخې د نړۍ د نفوس لس سلنه چې ۸۱۰ میلیونه تنه کیږي‌ د خوراکي‌ توکو د امنیت د ګواښ سره مخامخ دي. یعنې په کافي‌ توګه د خوړو د نه موندولو د ګواښ‌سره مخامخ دي.

پداسې حال کې چې په نړۍ کې نږدې یو میلیارد تنه انسانان خوراکي‌ توکو ته د لاس رسي‌ په برخه کې د سونزو سره مخامخ دي‌ هر کال په نړۍ کې د یو تریلیون ډالرو په ارزښت خوراکي‌ توکي‌ کثافاتو ته غورځول د منلو وړ خبره نده.

پداسې حال کې چې هره ورځ شاوخوا سل میلیونه تنه انسانان شپه په ولګه کې تیروي‌ او هر کال په میلیونونو تنه ماشومان یو پارچه ډوډۍ موندولو په خاطر د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي پداسې یوې نړۍ کې هیڅوک ځان په اصل کې احساسولی نشي.

ولسمشر اردوغان د افغان کډوالو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دم ګړۍ د کډوالۍ د کومې سترې څپې سره مخامخ نه یو.

ترکیې وار د مخه ویلي‌ دي‌ چې د نورو کډوالو د جذب او ځای ورکولو توان او ظرفیت نلرو. ترکیه دم ګړۍ د نږدې ۴ میلیونو تنو سوري‌ کډوالو په ګډون د ۵ میلیونو تنو کډوالو  کوربه توب کوي.

همداشان ترکیه هغه هیواد دی چې تر ټولو زیات د افغان کډوالو د څپې د ګواښ سره مخامخ دی.

ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره د لیدنې په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې لیدنه په ډیره صمیمي‌ او مثبتې فضا کې ترسره شوه. د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړي‌ کولو او ودې په خاطر په ګډه توګه قوي‌ ارده وښودل شوه. همداشان په اړه د کډ میکانیزم د جوړولو په اړه په تفاهم ورسیدو.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې مو د اف ۳۵ الوتکو د مسئلې په اړه خبرې وکړې. همداشان د اف ۱۶ الوتکو او د ترکیې د موجودو اف ۱۶ د مدرنیزه د مسئلې په اړه مو هم خبرې وکړې.

ښاغلي‌ باید پدې اړه مثبت نظر څرګند کړ. ترکیې او امریکا دفاع وزیرانو وار د مخه پدې اړه په خبرو پیل کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د فرانسې ولسمشر سره هم لیدنه وکړه. ډیره ګټوره لیدنه وه.



اړوند خبرونه