ټي آر ټي ورلډ تلویزیون شپږ کلن شو
د ترکیې رسا غږ نړۍ ته رسوونکی د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون خبري تلویزیوني کانال ټي آر ټي ورلډ شپږ کلن شو.
د ترکیې رسا غږ نړۍ ته رسوونکی د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون خبري تلویزیوني کانال ټي آر ټي ورلډ شپږ کلن شو.
د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي یواځې د هیواد دننه نه بلکې په نړۍواله کچه هم د رسا، بې طرفه او دقیقو خبرونو او ژورنالیزم د درک سره پرمختګ ته دوام ورکوي.
ټي آر ټي ورلډ چې ددې درک ثمره ده او د تاسیس د ورځ نه په اعتبار سره د نړۍ په هر ګوټ او هر سیمه کې مهم خبرونه او پيښې د بشري لید لوري د درک سره خپلو مخاطبینو ته رسولي دي د ژورنالیزم په برخه کې یو جدي تفاوت رامنځته کړی دی.
ټي آر ټي ورلډ خپله شپږمه کلیزه لمانځي.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس محمد زاهد سوباجي د ټي آر ټي ورلډ تلویزیون د شپږمې کلیزې له امله د ټولنیزې مډیا له لارې د مبارکۍ پيغام خپور کړی دی.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " د ترکیې لومړنی په انګلیسي ژبه نشرات کوونکی تلویزیوني کانال ټي آر ټي ورلډ شپږ کلن شو. د نړۍ په هر ګوټ کې د مظلومینو د لوړ غږ او بدلونونو ته الهام ورکولو ته دوام ورکوو. ټي آر ټي ورلډ ته د بریالیتوبونو نه د ډکو لا زیاتو کلیزو د لمانځولو هیله کوو."