د ترکیې جمهوریت د ۹۸ کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر ۲۹  په ترکیه کې د جمهوریت د تاسیس د ۹۸ کلیزې او ملي اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.

1726451
د ترکیې جمهوریت د ۹۸ کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

 

ولسمشر اردوغان د ترکیې جمهوریت د تاسیس د ۹۸ کلیزې په مناسبت په خپور کړي‌ ویدیويي پيغام کې ویلي‌ دي چې " د هیواد دننه او بهر میشتو ټولو هیوادوالو او ټولو دوستانو ته چې زمونږ د شاندار  تاریخ د طلايي حقلو نه یوه  د اکتوبر ۲۹ د افتخاراتو نه د ډکې ورځې په خوښیو  کې زمونږ سره برخه اخیستې د زړه له تله مبارکي‌‌ وایم. "

همداشان د ترکیې جمهوریت د تاسیس په  ۹۸ کلیزه کې د ترکیې د جمهوریت بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک او د هغه اتلو همسنګرانو په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پيغام کې زیاته کړې ده چې " د هیواد ټولو شهیدانو ته چې د خپل سر په بیه يي دا ښکلی وطن مونږ ته امانت پریښی دی د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم. همداشان د هیواد ټولو غازیانو نه چې د وطن نه د دفاع په لاره کې دې لوړ مقام ته رسیدلي‌ دي‌ د خپل ځان او خپل ملت په استازیتوب له زړه له کومې مننه کوم او خپل نیک تمنیات ورته وړاندې کوم. همداشان د هیواد د پارلمان د ټولو غړیو نه چې  د لومړي‌ پارلمان د تاسیس نه تر ننه پورې تل په هیواد کې د ملي‌ ارادې رښتینی استازیتوب کړی دی مننه کوم. همداشان د هیواد امنیتي ځواکونو ته چې د ترکیې د بقاء، ملت د امن ، ثبات او سلامتۍ په خاطر  د هیواد د پولو دننه او بهر مبارزه کوي‌  د خپل رب نه د لا زیاتو بریالیتوبو غوښتنه کوم. همداشان د هیواد د ټولو سوداګرو، ملکي‌ ټولنو او سازمانونو او دولتي‌ کارکوونکو نه چې د هیواد شانداره بیرغ د نړۍ په څلورو ګوډونو کې رپانده او ځلانده ساتي‌ د زړه له کومې مبارکي وایم. "

ولسمشر اردوغان ویلي دي‌ چې د ترکیې ۸۴ میلیونه نفوس د  هیواد  د پياوړي‌ تاریخ  او قدیمو ارزښتونو نه د اخیستي‌ طاقت او قوت سره په ګډه توګه د ترکیې د پراختیا او هدفونو ته د رسولو په خاطر په نه ستړې کیدونکې توګه هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړې پداسې حال کې چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ ټوله نړۍ لړزولې او د ډیرو سختو ننګونو سره مخامخ کړی ده ، ترکیې د قوي‌ روغتیايي‌ بڼسټونو سره دا بهیر په ډیر ښه ، قوي‌ او بریالي‌ توګه مدیریت کړی دی. په ورته ډول سره پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې نړۍوال اقتصاد ۳ سلنه کوچنی شوی د ترکیې اقتصاد بیا هم د ټولو ستونزو او ننګونو سره سره ۱ عشاریه ۸ سلنه اقتصادي‌ ودې سره خپل قوت او طاقت ټولې نړۍ ته په ډاګه کړی دی.

همداشان ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه نیولې د عامه امنیت ، د پانګه اچونو نه نیولې د هیواد د پولو نه بهر د پوځي‌ عملیاتو پورې په هیڅ برخه کې مو د ذرې په اندازه ضعیفوالي‌ ته اجازه نده ورکړې.

همداشان پدې بهیر کې مو د خپلو لیبیايي ورونو سره چې د کودتاچیانو د سترو بریدونو سره مخامخ ول  او د ورور او دوست هیواد اذربایجان سره د ارمنستان د اشغال نه د قره باغ د ژغورولو په جګړه کې هر ډول مرسته او ملاتړ کړی دی. د الله ج نه د شکر ځای دی چې زمونږ مرستو او ملاتړ د دواړو هیوادونو برخلیک بدل کړی دی. په لیبیا کې کوتاچیان د سترې ماتې ته مخامخ شول او اذربایجان په قره باغ باندې د ارمنستان ۳۰ کلن اشغال د پایته رسولو سره خپله خاوره له سره ترلاسه کړه. همداشان په ختیځې مدیترانه کې د ترکیې او شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت پر خلاف جوړې شوې ټولې دسیسې مو شنډې کړې.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د الله نه د شکر ځای دی چې د تیر کال  په څیر په هره برخه کې مو ترلاسه کړې لاسته راوړنې سږ کال لا په قوي‌ توګه دوام وکړي. په ځانګړې توګه په اقتصادي‌ برخو کې سږ کال لا زیات وده او پرمختګ وکړو.

پداسې حال کې چې د ترکیې جمهوریت سلمه کلیزه رانږدې شوې ده هیڅ طاقت او قوت او چټلې سناریوګانو ته به اجازه ورنکړو چې  هدفونو ته د ترکیې د رسیدو مخنیوی وکړي او خنډونه رامنځته کړي.

د ملت په توګه زمونږ تر ټولو ستر ضمانت زمونږ یووالی ، اتحاد ، اتفاق  او ورورولي ده. انشاالله چې د خپل اتحاد ، اتفاق او ورورولۍ د لا زیات ټینګښت سره به هیواد لا روښانه راتلوونکې پر لورې بیولو مجادلې او مبارزې ته دوام ورکړو.

الله تبارک و تعالی دې زمونږ یار او مددګار شي. یو ځل بیا ټولو هیوادوالو د جمهوریت د تاسیس د ۹۸ کلیزې او ملي‌ اختر له امله مبارکي وایم.



اړوند خبرونه