د اکتوبر د ۲۹ د ترکیې جمهوریت ۹۸ کلیزې رسمي مراسم د ولسمشر اردوغان په مشرۍ پيل شول
ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ترکیې سیاسي ګوندونو مشرانو او دولتي اراکینو د ترکیې د جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ
نن د اکتوبر ۲۹ مه په ترکیه کې د جمهوریت تاسیس د ۹۸ یمې کلیزې سره سمون خوري.
د اکتوبر ۲۹ مې د جمهوریت د ۹۸ مې کلیزې نه د ټول هیواد سربیره په شمالي قبرس ترکي جمهوریت او د هیواد نه بهر د ترکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو او جشنونو سره لمانځنې کیږي.
د ترکیې جمهوریت د ۹۸ کلیزې د لمانځونو رسمي مراسم د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د هیواد ټولو دولتي اراکینو په ګډون د مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر په زیارت سره پیل شول.
پدې مراسمو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای ، د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ، د ترکیې د سیاسي ګوندونو مشرانو، د کابینې غړیو، د پارلمان وکیلانو ، د پوځ قومندانانو ، د مدني او ملکي ټولنو او سازمانونو د مشرانو په ګډون په سلګونو تنو ګډون کړی وو. همداشان پدې مراسمو کې په سلګونو تنو پوځیانو هم برخه اخیستې وه.
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ هیئت لومړی د ترکیې د جمهوریت د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک پر مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته يي د درناوي مراسم پر ځای کړل.
وروسته د ترکیې ملي سرود وغږول شو.
ولسمشر اردوغان وروسته د اتاترک د مزار د میثاق ملي څلي ته تیر شو او هلته يي د انت کبیر ځانګړی کتاب لاسلیک کړ او داسې ولیکل .
ګرانه اتاترکه ! د ترکیې جمهوریت د تاسیس د ۹۸ یمې کلیزې د افتخار نه ډکې پدې مستثناء ورځې په مناسبت ستاسې عالي ذات ، ستاسې د سنګر ملګرو او اتلو شهیدانو نه یو ځل بیا په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو.
شهیدانو د خپل سر په بیه مونږ ته د امانت کې پریښې جمهوریت په هره برخه کې د لا پياوړي کولو، په نړۍ کې په لسو ستر اقتصادي قدرتونو کې د داخلولو او اعتبار د لوړولو شپه او ورځ کار کوو. پداسې یوې دوره کې چې ټول بشریت د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله د جدي بحرانونو سره لاس او ګریوان دی ، ترکیې د صادراتو، استخدام، تولیداتو او پانګه اچونې په برخه کې د ترلاسه کړو ستر بریالیتوبونو سره د هیواد پراختیا او ودې په لاره کې پرمختګ ته دوام ورکوي. تاریخ يي د شانداره ظفرونو ډک ددې قهرمان ملت د وګړو په توګه هیواد د جمهوریت د سلمې کلیزې هدفونو ته رسولو په برخه ژمن یو.
اروا مو ښاده شه.