ولسمشر اردوغان اذربایجان ته لاړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام عليوف په رسمي بلنه د یو ورځني سفر په ترڅ کې نن د سهار په ساعتونو کې اذربایجان ته لاړ.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، ټرانسپورت او زیربناګانو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو، ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، چاپیریال او ښارجوړونې وزیر مراد کوروم ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن ملګرتیا کوي.
ولسمشر اردوغان به اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اذربایجان لخوا د ملي جګړې په نتیجه کې د ارمنستان د اشغال نه د ژغورل شوي فضولي په سیمه کې د فضولي نړۍوال هوايي ډګر د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړي.
ددې سربیره به د ولسمشر اردوغان په سیمه کې د لویې لارې د پرانیستو په مراسمو او د ترکیې په مرسته جوړ شوي د زیرکې کرنۍ د مرکز د پرانیستو په مراسمو کې به هم برخه واخلي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې سفر په ترڅ کې به د ترکیې او اذربایجان په اړیکو د ټولو ابعادو سره خبرې وکړي. د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پراختیا په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو هم خبرې وشي.
همداشان پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره په سیمه ایزو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړي.