د عراق په شمال کې د ترکیې یو تن سرتیری شهید او یو تن بل ټپي‌ شوی.

د عراق په شمال کې په ترکي‌ ځواکونو چاودنه شوې

1724919
د عراق په شمال کې د ترکیې یو تن سرتیری شهید او یو تن بل ټپي‌ شوی.

د عراق په شمال کې د ترکیې یو تن سرتیری شهید او یو تن بل ټپي‌ شوی.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت ویلي دي‌ چې د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې  د ۲۰۲۱ میلادي‌ کال د اکتوبر په ۲۵ مه نیټه د ترکیې د وسله وال پوځ یو تن اتل سرتیری شهید او بل تن ټپي‌ شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې د وسله وال پوځ پر اتلو سرتیرو د عملیاتو پر مهال د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوو‌ چاودیدونکو توکو چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید او بل تن ټپي‌ شو.

ټپي‌ شوی سرتیری سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوی دی.

همداشان په سیمه کې د ترهګرو پر خلاف د عملیاتو ساحه پراخه شوې ده.



اړوند خبرونه