ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۱ پرانیستل شو.
ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۱ د ځانګړو مراسمو سره پیل شو
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې نړۍوالو ستونزو ته باید په نړۍواله کچه حل لارې وموندل شي. ترکیه په نړۍوال سیستم کې د موجودو خنډونو او مشکلاتو پر وړاندې مبارزه کوي او د ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.
فخرالدین التون دا څرګندونې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا شوي د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۱ په پنځم نړۍوال فورم د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
ټي ار ټي ورلډ فورم سږ کال د پنځم ځل لپاره نړۍوال فورم جوړ کړ. سږنی فورم د
( طاقت او تناقض : په ۲۱ پيړۍ کې د سترې ستراتيژۍ درک ) تر عنوان لاندې جوړ شوی دی.
د ټي آر ټي ورلډ فورم سږنۍ غونډه هم د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې په انلاین ډول جوړه شوې ده .
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون ددې فورم د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې د سړې جګړې نه وروسته نړۍ تر ټولو نه په یوې سختې دورې او حساس وخت کې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ سره مخامخ شوه. د ویلو ده چې په ۲۰۲۰ کال کې یو زیات شمیر نړۍوالې جګړې او نښتې نن ورځ هم په هماغه حالت کې قرار لري او د حل لارې ورته نده موندل شوې.
دې بهیر دولتونه اوږد مهاله ستراتیژیو جوړولو او نړۍوالو تهدیدونو پر وړاندې مبارزې ته اړ کړي دي.
هغه وویل چې نړۍوال سازمانونه د بشري ناورینونو نه نیولې تر نړۍوال اقلیم بدلون پورې د یو زیات شمیر نړۍوالو ستونزو د لازم او هړ اړخیزو حل لارو د موندولو په خاطر لازمو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
ترکیه په نړۍوال سیستم کې د موجودو خنډونو او مشکلاتو پر وړاندې مبارزه کوي او د ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.
ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ خپل د بهرني سیاست په ستراتیژۍ کې یواځې د عاجلو امنیتي اندیښنو نه بلکې سیمه ایزو او نړۍوالو ستونزو ته هم د لازمو حل لارو د موندولو په خاطر د پام وړ اصلاحات رامنځته کړي دي.
په خپلو اطرافو کې مو روانو نښتو لپاره مناسبو حل لارو موندل د خپل بهرني سیاست په لومړیتوب کې ځای ورکړ . په همدې چوکاټ کې ترکیې په سوریه ، لیبیا او عراق کې د روانو نښتو د پایته رسولو او حل لارو د موندولو په خاطر ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي.
ددې ترڅنګ د ختيځې مدیترانې او اذربایجان او ارمنستان په ګډون د ټولو بحرانونو د حل په خاطر يي تل مذاکراتو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړی او طرفین يي هم مذاکراتو ته رابللي دي.
همداشان ولسمشر اردوغان د موجودو ستونزو د حل په خاطر د نړۍوال کنفرانس د جوړولو وړاندیز هم کړی دی.
التون ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بحران پر مهال یواځې د نړۍ سوپر طاقتونو مداخلې ته د انتظار پر ځای باید نور نړۍوال طاقتونه باید د هر څه ژر مداخلې او بحران د حل په خاطر لاس په کار شي.
هدف ته د ځان رسولو په خاطر باید ټول سره لاسونه یو کړي.
په اصل کې د ټي ار ټي ورلډ فورم اصلي هدف هم همدا خبره ده. نړۍوالو ستونزو ته په ګډه حل لارې موندل.