د جرمني لومړۍ وزیره سبا ترکیې ته راځي
د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه سبا ترکیې ته راځي.
1720143
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل د ولسمشر اردوغان په رسمي بلنه سبا استانبول ته راځي.
ولسمشر اردوغان به سبا په استانبول کې د انګیلا مرکل سره لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو ابعادو او د همکاریو د لا پراختیا په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړي.
همداشان پدې لیدنه کې به د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو، لیبیا، سوریې او افغانستان د مسئلو په ګډون په سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو خبرې وکړي.