ترکیې سرې میاشتې افغانستان ته ۳۳ ټنه خوراکي توکي مرستې ولیږلې
د ترکیې سرې میاشتې په محتاجو کسانو د ویشلو په خاطر افغانستان ته ۳۳ ټنه خوراکي توکي واستول.
1713788
د ترکیې سرې میاشتې په محتاجو کسانو د ویشلو په خاطر افغانستان ته ۳۳ ټنه خوراکي توکي واستول.
د ترکیې د سرې میاشتې د پاکستان دفتر ۳۳ ټنه خوراکي توکي مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولیږلې .
مرستې په طورخم کې د ترکیې د سرې میاشتې د افغانستان د څانګې مسئولینو او د افغانستان د سرې میاشتې مسئولینو ته وسپارل شوې.
د ترکیې د سرې میاشتې د پاکستان د دفتر مشر ابراهیم کارلوس وویل چې په افغانستان کې په اړینو کسانو د مرستو د ویشلو په خاطر مو ۳۳ ټنه خوراکي توکي افغانستان د سرې میاشتې مسئولینو ته تسلیم کړل.
هغه وویل چې دا مرستې به په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې د کارکوونکو لخوا په اړینو کسانو وویشل شي. دا مرستې به په څه باندې ۱۶ زرو تنو وویشل شي.